Advertisements
کلتور او هنر له نړۍ

مسجد الاقصی؛ د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای

لیکنه: ياران

مسجد الاقصی هغه پخوانی مسجد، چې زرکلن تاریخ لري او د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای بلل کېږي. دغه مسجد د (اورشلیم) په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري.

مسلمانان هغه سیمې ته چې (مسجد الاقصی) او (قبته الصخره) په کې موقعیت لري درېیم حرم شریف هم وایي.

ډېره کله خلک د قبته الصخره او د مسجد الاقصی د ګنبدې توپیر نه شي کولی په داسې حال کې چې د مسجد الاقصی د ګنبدې رنګ شین او د قبته الصخره رنګ طلایي دی.
د اسراء سورت په لومړي آیت کې د مسجد الاقصی یادونه هم شوې ده، چې اصلي اشاره یې له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته د حضرت محمد ص د معراج د شپې سفر دی.

په ډېری احادیثو کې راغلي، چې دغه مسجد له بیت الحرام څخه ۴۰ کاله وروسته د خدای پاک په امر جوړ شوی دی. مسجد الاقصی د دووحاکمانو عبدالملک بن مروان او ولید بن عبدالملک تر خلافته پورې ډېر پراخوالی نه درلود او هغه وخت د حرم قدسي شریف په نامه یادېدو.

په ۶۹۱ مېلادي کال کې عبدالملک بن مروان د مسجد د پراخوالي لپاره هڅې وکړې او د مسجد اوسنۍ بڼه یې جوړه کړه. مسجدالاقصی ۱۱دروازې لري، چې اووه دروازې یې په شمالي برخه کې، یوه دروازه په شرقي برخه کې، دوه دروازې په غربي برخه کې او یوه دروازه یې جنوبي برخه کې موقعیت لري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران