اپریل 18, 2021

مستې التهاب له منځه وړي؛ لس نورې ګټې یې دلته ولولئ

د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې اند دي، چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې مرسته کولای شي.
د دوی څيړنو ښودلې، چې د ورځې يوه پياله مستې خوړل په بدن کې د التهاب کچه ډيره راټيټوي.

دوی وايي:

مستې د ډېرو ګټو سربېره ستره ګټه یې دا ده، چې د کولمو د ديوالونو قوت زياتوي، او دا د دې لامل کيږي، چې د باکترياو زهرجن مواد چې التهاب رامنځته کوي، د بدن نورو برخو ته ونه رسېږي.

التهاب په ډيرو ناروغيو د بېلګې په توگه، د بندونو درد، د پوستکي ناروغيو، شکرې، او خوار مغزۍ کې ډير رول لري.

مستې سره له دې چې التهاب له منځه وړي، نورې ګټې هم لري لکه:
۱ـ د هاضمې سیستم په ښه والي کې مرسته کوي.
۲ـ د استئوپروز ناروغۍ یا د (هډوکو پوچوالي) څخه مخنيوي.
۳ـ مستې د کلسیم په درلودلو سره هډوکي او غاښونه قوي کوي.
۴ـ د وینی د لوړ فشار ګواښ راکموي.
۵ـ مستې د ځانګړي خاصیت په درلودلو درسره، په مېرمنو کې د تناسلي سیټسم، ناروغۍ او انتان کموي.
۶ـ هغوی چې غواړي وزن یې کم شي، نو مستې ډې ډېرې وکاروي، ځکه د مستو له خوړلو وروسته زموږ معده د مړښت احساس کوی، او د وزن د کمېدلو سبب ګرځي.
۷ـ په مستو کې ګټور میکرواورګانیزم شتون لري، چې بکتریاوې له منځه وړي.
۸ـ مستې د کلسیم په درلودلو سره د سرطان ضد خاصیت لری، ځکه نویو څېړنو دا ښودلې، چې کلسیم د سرطاني موادو په له منخه وړلو کې لوی رول لري.
۹ـ په مستو کې، فولیم اسید، ریبوفلاوین او نباسین هم شتون لري.
۱۰ـ مستې د انسان ښکلا او ځوانۍ کې هم لوی رول لري، نو کوښښ وکړئ، چې تل مو د خوړو په رژیم کې مستې وي.

په یاد ولرئ، هېڅکله د مستو اوبه مه غورځوئ، ځکه د مستو اوبه په حقیقت کي د شیدو سیرم دی، او د تغذیې له اړخه ډېر ارزښت لری، چی د پروټینونو او B ویټامینونو څخه بډای دي.