اپریل 19, 2021

مسؤلین: د پاشدان بند د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي د پاشدان بند ۸۵ سلنه د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاشدان بند یو له سترو پروژو څخه ده چې اساسي چارې یې بشپړې شوي او په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خبرپاڼې زیاته کړې، ددې بند په جوړېدو سره به د کرکېلې ۱۸ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، د ۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت به ولري او د کال به په میلیونونه ډالر عواید ولري.

د ابو د چارو د تنظیم ملي اداره په داسې مهال د پاشدان بند کارونو د ۸۵ سلنې د جوړېدو خبر ورکوي چې څو ورځې مخکې پرې وسله واله حمله شوې وه چې په پایله کې یې درې امنیتي ساتونکي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته نږدې ۲۰ کیلومتره لیرې په کرخ ولسوالۍ کې دی.

د اوبو پر دې بند ۱۱۱ ملیونه ډالره لګښت راځي چې تمه ده تر درې میاشتو نورو په بند کې د اوبو د راغونډېدو چارې پيل شي.

دا بند د ۴۵ ملیونه مکعب متره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د یادونې ده چې ولسمشر غني د کمال خان د پرانیستې پر مهال د اوبو او برېښنا بندونو جوړېدو ته په اشارې وویل چې اوس تر پخوا د اوبو مدیریت ته ښه زمېنه برابره شوې ده او په وینا یې چې د افغانستان ټولې اوبه به مهار کړل شي.

ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام دا هم وویل چې نور ګاونډي هېواد ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په وینا یې چې یا به د اوبو په بدل کې تېل او یا نور توکي ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ایران ته په خطاب وویل چې له هوکړې له مخې به تر ټاکل شوې اندازې اوبه ورپرېږدي خو تر هغه ډېرې به د پیسو په مقابل کې پر دغه هېواد پلورل کېږي.

د یادونې ده چې پاشدان تر سلما وروسته په هرات کې د اوبو مهم بند ګڼل کېږي چې د جوړونې چارې یې روانې دي.