مرستندویه بنسټونه: د افغانستان روغتیايي سیستم ژغورلو ته اړتیا لري

مرستندویه بنسټونه د افغانستان له روغتیایي سیستم سره د مرستو غوښتنه کوي.

نړیوال سره صلیب او افغاني سرې میاشتې په ګډه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له ماتېدونکي روغتیایي سیستم سره بېړنۍ مرسته وکړي.

دوی وايي دمګړی په افغانستان کې د سرخکان او کرونا ناروغۍ د چټکې پراختیا په حال کې دي خو په دغه هېواد کې لسګونه روغتونونه د امکاناتو نه لرلو له امله فلج دي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې په ټول افغانستان کې د کرونا درملنې ۳۲ روغتونونه فعال وو، خو دمګړی یې یوازې لس روغتونونه فعالیت کوي چې هغه هم خورا ستونزې لري.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې دې د افغانستان د روغتیایي سیستم لاسنیوی وکړي او افغانان دې یوازې نه پرېږدي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله