مراټا عربينز لوبډله د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته ولاړه.

ليکنه: مدثر دعوت
د عربي اماراتو ۱۰ اووريز ليګ دويم پړاو لوبي نن پيل سوې.
د نن شپې کواليفاير لومړۍ لوبه د مراټا عربينز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه.
مراټا عربینز لوبډلي وکولای سوه چي په ۷ منډو قلندرز لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته يې لار پيدا کړه.

د لوبي پچه مراټا وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه،چي په ۱۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۱۹ منډي وکړې.
تر ټولو ډيري منډي ورته کريس لين ۶۷ او ليټ ۲۸ وکړې.
د قلندرز لپاره مجيب الرحمن او ګارټن يوه يوه او کلارک ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
د قلندرز لوبډلي د ۱۲۰ منډو هدف لپاره ۱۱۲ منډي وکړې.

ايوينز ۳۵ او سالت ۲۶ منډي وکړې.
د مراټا لپاره مکلینيګن، براوو او شيراز يوه يوه ويکټه واخيسته.
لوبه مراټا عربينز لوبډلي د ۷ منډو په توپير وګټله.

او د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه کریس لین ته ورکول سوه.
د نن شپې د ډيکن ګلاډياټورز او بنګلا ټايګرز ترمنځ روانه لوبه چي هري لوبډلي وګټله هغه لوبډله به د

قلندرز لوبډلي سره په دویم کواليفایر کي مخ کيږي او د دويم کوالیفایر ګټونکې لوبډله به د مراټا سره پايلوبه کوي.