مذاکراتي پلاوی: طالبان د سولې هېڅ طرحه نه مني، جګړې ته لومړیتوب ورکوي

قطر

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار کوي.

ددغه پلاوي غړی حفیظ منصور وایي طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه ددوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

دده په خبره طالبان په دې باور دي چې د جګړو له لارې باید واک ته ورسېږي او وروسته تر هغې په خپله خوښه حکومت جوړ کړي.

هغه زیاته کړې چې مشارکتي حکومت جوړول د ټولو اړخونو په ګټه دی او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو دوام او نظامي فشار دوی بریا ته نه شي رسولی.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو لسګونه پوستې او نظامي مرکزونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان دولتي او سیمه ییزو چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره په لغمان، بغلان، وردګ او غزني ولایتونو کې ۲۶ نظامي مرکزونه او پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د دې راپور په اساس طالبانو د سیمې اوسیدونکو په لاس د نظامي مرکزونو مسوولانو ته د پیغامونو په استولو سره خبرداری ورکړی، چې که تسلیم نه شي نو وبه وژل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې څو ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

امنیتي چارواکو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

وروستي مطالب