اپریل 16, 2021

مذاکراتي ټیمونو له څو ورځو راهیسې غونډه نه ده کړې

Advertisements

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې وقفه او ځنډ راغلی دی.
په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو له یو بل سره نه دي لیدلي.
بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره ویلي چې دمګړی د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په خپلمنځي بحثونو بوخت دی او د اجنډا پر توحید کار روان دی.
د دغې شورا ویاند فریدون خوځون که څه هم په خبرو کې د راغلي ځنډ عوامل په ګوته نه‌کړل، خو ویې‌ویل د دولت پلاوی په خپل‌منځیو خبرو بوخت دی.
ښاغلي خوځون د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی پلاوی د سولې خبرو د هغې اجنډا پر یووالي او سمون کار کوي چې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شوې ده.
په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس د دواړو لورو د سرچینو په حواله ویلي، دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.
بایډن یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کوي او د سولې مرکچیان غواړي وپوهېږي چې نوموړی له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په برخه کې د ډونالد ټرمپ مهالوېش تعقیبوي او که څنګه.
د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه‌ښودلو په شرط دغه اژانس ته ویلي، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.
د طالبانو دغه غړي ویلي، که چېرته امریکایان له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، دوی به جدي اقدامات وکړي او د جګړې په کلیدي ځایونو کې به بېرته سخت‌دریځي ځای پر ځای کړي.
د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پیل شو، خو تر اوسه یوازې یو ځل د دواړو لورو مرکچیانو مخامخ سره کتلي دي او د تماس ډلو یې لږ تر لږه دوه ځله غونډې کړې دي.
په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه‌کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې دې کوم پرمختګ وشي.
د طالبانو لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په مذاکراتو کې داسې مهال له ځنډ او خنډونو خبرې کېږي چې په هېواد کې جګړه شدیده شوې او عام افغانان ژر تر ژره د جګړې ختمېدل غواړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ