مدیر او درې اساسات یې

مدیر له درې اساستو څخه عبارت دی: مسولیت، صلاحیت او استعداد، بې صلاحیت مسول او بې استعداده صلاحیت لرونکی ناکام دی، کامیاب مدیر هغه دی چې د درې واړه اساساتو څخه برخمن وي. مدیر دوه ډوله مسولیتونه لري: د افرادو مسولیت او د عمل مسولیت؛ نو باید په دواړو مسولیتونو کې اعتدال وساتي، ځینې مدیران پر افرادو ډېر فشار راوړي چې پرمختګ، نوښت او ابتکارات وکړي خو په پایله کې تکړه وګړي له لاسه ورکړي او ځینې بیا عمل ته ډېر پام اړوي افرادو ته متوجه نه وي په پایله کې د افرادو ترمنځ ګډوډي رامنځ ته شي.

کامیاب مدیر له صحي او نفسي پلوه روغ وي، او په ظاهري لحاظ مرتب او منظم وي.

د پراخه اړیکو جوړولو او ساتلو ظرفیت لري، تنګ نظره، ګوښه نشینه او ځان خوښي نه وي، تکبر نه پېژني خو د ارامي طبعې خاوند وي کله چې کومه ستونزه پېښیږي حقیقت ته ځان رسوي.

مدیر باید د حکمت څښتن وي، سخي وي، صبر ولري، دروند او سنګین سړۍ وي، مدیر کې استقامت او زکاوت وي خپلو افرادو سره نیکي کوي، خپل پر ژبه او نفس حاکمیت لري، په ژمنه کې ریښتنی وي او له ادبه به ډک وي.

مدیر باید فعال او مبتکر ذهن لرونکی وي، او تل د خپلو چارو د راتلونکو په اړه فکر کوي، د خپل کار په ساحه کې د اړینې او نوښتګرانه رایي د یاداښت کولو عادت لري او په مناسب وخت کې د عملي کولو په اړه اقدام کوي.

کامیاب مدیر خپله اشتباه مني، او له تېروتني وروسته سمدلاسه حق ته رجوع کوي، د هر چا نېکه مشوره مني، د تنقید زغملو حوصله لري، د ادارې پرمختګ ته کار کوي.

همداسې مدیر باید دا صفتونه هم ولري:

مدیر داسې غړي ګماري چې د وړتیا سره سره د نظر خاوند وي او د پرمختګ فکر ولري.

کله نا کله د نورو کار کوونکو په وړاندې د ځانګړي کارکوونکو ستاینه کوي څو تشویق شي.

د ستونزو پر مهال له کار کوونکو سره مرسته کوي او کار کوونکو نفسیات له پامه نه غورځوي، او کار کوونکو ته د ښه کار او وړتیا پر بنسټ لومړیتوب ورکوي نه دا چې دده ستاینه وکړي.

کارکوونکو سره د انسان په څېر رویه کوي او ښې اړیکې ورسره لري.

د انفرادي او ټولنیزي دواړه ډوله کارونو لپاره یې وخت تنظیم کړی وي، هر کار د پلان له مخې کوي.

فعال مدیر د یو مرجع په توګه تل د خپل مرجعیت د خوندي ساتلو په کوښښ کې وي، او د نورو د مرجع په توګه په کارونو کې ځان ته شکایت موقع نه برابروي، ځکه کله چې مرجع شکایت پیل کړي نو د مراجعینو او مامورینو ستونزې به څوک حل کړي.

ښه مدیر ښه تعقیب او څارنه کوي، تل یې خپل کارکوونکو ته پام وي.

 

وروستي مطالب