سپورټ کورنی کرکټ

محمد نبي په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر شو!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي د توپوهوني او توپ اچوني (الراونډر) دواړو برخو تکړه لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل تازه په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی راغلی.

د کرکیټ نړیوالي شوار یا آی سي سي نن چهارشنبه په یو ورځنیو لوبو کي د الراونډرانو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل له دوهم ځای څخه لومړي ځای ته پورته سوی او لومړی مقام ئې خپل کړی.

تر دې مخکي لومړی ځای انګلستاني الراونډر بین سټوکس ته ورکول سوی وو، چي هغه د محمدنبي ځای ته راکښته سوی او محمد نبي عیس خېل بیا د بین سټوکس ځای ته پورته سوی.

د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په آلرانډرانو کي محمدنبي عیسی خېل لومړی، بین سټوکس دوهم، عیماد وسیم درېیم، کولین ډی ګرینډهوم څلورم، کریس ووکس پنځم، راشد خان شپږم، رویندرا جدیجا اووم، میچل سانتینر اتم، سکندر رضا نهم او سین ویلمس بیا لسم ځای لري.

د دې ترڅنګ افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د شل آوریزه سیالیو په الراوڼدر لوبغاړو کي هم لومړی ځای لري.

په یاده درجه بندي کي بیا تر محمدنبي عیسی خېل وروسته ګلین مکسویل دوهم، سین ویلمس درېیم، ریچارډ برینګټون څلورم، روحان مصطفی پنځم، کولین اوبای شپږم، زیشان مقصود اووم، محمد الله اتم، ګریت ډینالي نهم او خاور علي بیا لسم ځای لري.

محمدنبي عیسی خېل، راشدخان آرمان او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي دي، چي د توپ اچوني په نړیوالو درجه بندیو کي ښه مقامونه لري.

د شل آوریزه سیالیو د توپ اچوني په نړیواله درجه بندي کي بیا راشدخان آرمان لومړی او مجیب الرحمن بیا دوهم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ