محمد نبي عیسی خېل د نوین الحق پر وړاندې

 

په بلاسټ سیالیو کې نن دولس لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، چې په دې دولس لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

یوه لوبه چې د نارتمټن شایر او لېسېسټرشایر ترمنځ مازیګر شپږ بجې پیلیږي، پکې دوه افغان لوبغاړي د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

په نارتمټن شایرکې محمدنبي عیسی خېل لوبېږي او لېسېسټرشایر کې نوین الحق اخیستل شوی دی.

بل پلو په کېنټ لوبډله کې قیس احمد شامل دی او له ایسېکس لوبډلې سره لوبه لري.

مجیب الرحمن چې له مېډل سېکس لوبډلې سره به ولوبېږي، په تېر کې یې په اړه دې لوبډلې خبر خپور کړی و، چې د هغه په ویزه کې ستونزه ده او ښایي تر نیمایي لوبو پورې یې ستونزه حل نشي.

خو چې د ویزې ستونزه یې حل شي، نو هغه به هم له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

راشدخان چې له سسېکس لوبډلې سره لوبېږي، سږ کال بیا همدې لوبډلې پېرلی دی، خپله راشدخان هم ویلي وو، کله چې د پاکستان سوپرلیګ لوبې پای ته ورسېږي، نو دی به هم انګلستان ته ولاړ شي او هلته به په بلاسټ سیالیو کې برخه واخلي.

نو دا چې د دوی د لوبډلې لاهور قلندرز لوبې په پي‌اېس‌اېل کې پای ته ورسېدې، نو اوس به د انګلستان تابیا نیسي او خپلې لوبډلې سره به یوځای کېږي.

بلاسټ سیالۍ د سپټمبر په ۱۸مه پای ته رسېږي.

نوین الحق په څلورو لوبو کې لس وېکټې اخیستي دي او قیس احمد په دوه لوبو کې یوه وېکټ ترلاسه کړې ده.

د محمدنبي دې اړوند لوبډلې ۵ لوبې کړي، چې تر اوسه په دې یوه کې هم محمدنبي عیسی خېل نه دی لوبېدلی، دوی په ۵ لوبو کې څلور بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده.

د جمعې په ورځ ډېری ملګرو د یاران پاڼې ته مسیجونه کړې او ویلي یې وو، چې محمدنبي عیسی خېل د دې لیګ په یوه لوبه کې ۹۴ منډې کړي دي؛ خو دا حقیقت نه لري، ځکه د جمعې په شپه د هغوی لوبه باران لغوه او لوبه یې هېڅ ترسره نشوه او له هغې وړاندې په لس ورځني قرنطین کې و.

بل پلو د نوین الحق دې لوبډلې پنځه لوبې کړي او پنځه واړه یې بایللي دي.

د قیس احمد دې لوبډلې کېنټ بیا ۵ لوبو کې ۴ ګټلي او یوه یې بایللې ده.

 

وروستي مطالب