فبروري 24, 2021

محمد نبي د انګلستان ۲۰ اوریزه سیالیو کې له راشد خان او مجیب ځدران وړاندې روان دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې مشهوره الراونډر محمد نبي عیسی خیل د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د دوه نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای ګډون کړی دی، چې ښه پیل له ځان سره لري.
د انګلستان د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لپاره لوبیږي.
افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د راشد خان او مجیب ځدران په نسبت ښه ځلیدلی دی، چې د خپلې توپ اچونې ترڅنګ یې په توپ وهنه کې هم ښه اننګزونه کړي دي.

په څلورو ترسره شویو سیالیو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۶۹ منډې هم جوړې کړې دي، چې د لوبډلې په بریاوو کې یې ښه رول درلودلی دی.
بل خوا راشد خان د خپلې لوبډلې سسیکس په ګټه ۵ او مجیب ځدران د همپشایر لپاره یوه ویکټ ترلاسه کړې ده.
د لمړی ځل دی، چې د انګلتسان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ۳ افغان لوبغاړو ګډون کړی دی او د بېلابیلو لوبډلو لخوا لوبیږي.