سپورټ

محمد حفیظ یو ځل بیا په نړیوال کرکټ د بالینګ اجازه ترلاسه کړه

دپاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ یو ځل بیا په نړیوال کرکټ کې د قانوني بالینګ ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې پاکستانی محمد حفیظ، چې څه موده وړادې د غیرې قانونې توپ اچونې تر شک لاندې راغلی و؛ نږدې د ۶ میاشتني ځنډ وروسته یې بیرته په نړیوال کرکټ کې د توپ اچونې اجازه ترلاسه کړه.

 د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دا الراوڼدر پیلیز لوبغاړی، چې په ښي لاس د توپ وهنې ترڅنګ توپ اچونه هم ترسره کوي، په تیرو ۴ کلونو کې درې ځلې د غیرې قانوني بالینګ اکشن درلودلو له کبله تر شک وروسته د بندیز سره مخ شو.

 نوموړی د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال د نوامبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو د لړۍ پر مهال د شک لاندې راغی او د همدغه کال په ډیسمبر میاشت د بندیز سره مخ شو، خو د ۵ میاشتني ځنډ وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو.

د لمړي بندیز وروسته محمد حفیظ د دویم ځل لپاره د توپ اچوونې د غیرې قانوني انداز درلودلو سره یو ځل بیا په ۲۰۱۵ م کال کې د توپ اچوونې په ډګر کې د ۱۲ میاشتني بندیز سره مخ شو او په ۲۰۱۶ م کال کې د ازموینې ورکولو وروسته یې بیا اجازه ترلاسه ګړه، خو د دریم ځل بندیز وړاندې د سریلنکا او پاکستان د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ په یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې تر شک لاندې راغی، چې د بندیز سره د مخ کیدو وروسته یې اوس یو ځل بیا د قانوني توپ اچوونې اجازه خپله کړه.

 الراونډر محمد حفیظ د کلونو راهیسې د پاکستان لپاره د یو کلیدي لوبغاړي او لوبډلمشر رول هم لوبولی دی، خو په وروستیو کې د بالینګ مسلسل بندیزونو یو څه متاثره کړی دی، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د الراوڼدرانو په درجه بندۍ کې د خپل پخواني مخکیني لمړي مقام څخه هم ګوزار شوی دی.

نوموړي په تیر ۲۰۱۷ م کال کې هم د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په درجه بندۍ کې لمړی مقام خپل کړ، خو دریم ځل بندیز سره مخ کیدو سره اوس د بنګله دیشي شکیب الحسن وروسته په دویم مقام کې ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی