محمد بن سلمان: سعودي د ایران سره ښې اړیکې غواړي

د سعودي ولیعهد شهزاده “محمد بن سلمان” ویلي دي، چې سعودي عربستان له ایران سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي ایران په ستونزمن حالت کې وګوري.

د سعودي تلویزیوني چینل سره په مرکه کې، محمد بن سلمان وویل، چې د سعودي عربستان او ایران ګټې له یو بل سره تړلي دي، ایران ګاونډی هېواد دی، موږ په ایران کې پرمختګ او سوکالي غواړو، موږ غواړو چې، سعودي عربستان له ایران سره ګډ کار وکړي.

دی زیاتوي؛ موږ د ایران د پرمختګ، خوشالۍ او ترقۍ هېله من یوو، موږ هېله من یو چې سعودي عربستان له ایران سره ښې اړیکې ولري، او موږ نه غواړو چې ایران په ستونزو کې وي.

محمد بن سلمان د سعودي عربستان ولیعهد

سلمان وویل:

 “موږ د ایران منفي فعالیتونو له امله ستونزې لرو؛ د اټومي پروګرام، د هغه توغندیز پروګرام او په شمول د هغو په کرښه کې د یاغیانو ملیشو او د هغې سپانسر یا سرپرستي.”

محمد بن سلمان تبصره د یمن په اړه

د یمن په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، “محمد بن سلمان” وویل، چې د یمن د اساسي قانون په وړاندې د حوثي پاڅون غیرقانوني دی، حوثیان باید د سعودي عربستان اوربند موافقه ومني، سعودي د حوثیانو له اقتصادي ملاتړ سره هر څه چې دوی وغواړي هغه به پوره کړي.

“دا ریښتیا ده چې ایران له حوثیانو سره قوي اړیکې لري، خو حوثیان هم عربان او یمنیان دي. موږ غواړو چې حوثیان په یمن کې ښه ژوند وکړي او د خپل هېواد ګټو ته ارزښت ورکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې ایران او سعودي سره دوه د یو بل ضد هیوادونه دي چې تر ډیره دواړو هیوادونو اوس خپل زور ښودنه په کې یمین کې ترسره کوي. سعودي د یمین د جلا وطن شوي ولسمشر او ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

محمد بن سلمان: سعودي د ایران سره ښې اړیکې غواړي

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ