محمدیوسف؛ کراچۍ کېنګز دویم ځل اتلولي ګټي          

 

د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر محمدیوسف وایي، چې د پاکستان په روانو سوداګریزو کرکټ لوبو کې کراچي کېنګز لوبډله د دویم ځل لپاره د اتلولۍ جام پورته کوي.

۲۰۲۰ کې هم د دې سیالیو اتلولي کراچۍ کېنګز اتلولي ګټلې وه او دا لومړی ځل و، چې اتلولي یې ترلاسه کړې وه.

یوسف چې د ملي اعلی درجه کارکرده ګۍ مرکز یا سنټر کرکټ کلب د توپوهنې روزونکی دی، ویلي دي، چې د ده د زوی هم د کراچۍ لوبډله خوښېږي او دوی ټول دعا کوي، چې کراچۍ لوبډله اتلولي ترلاسه کړي.

د کراچۍ لوبډله د دوشنبې په شپه لس نیمې بجې له پېښورزلمي سره په ننګوونکې لوبه کې مخ ده.

دا یوه حذف کوونکې لوبه ده، هره لوبډله چې لوبه وبایلي له سیالیو بهر کېږي او کومه لوبډله چې لوبه وګټي، د ملتان او اسلام اباد بایلونکې لوبډلې سره به پایلوبې ته د تګ په موخه بیا لوبه کوي.

پنځه نیمې بجې د ملتان او اسلام اباد ترمنځ لوبه پیل شوې ده.

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو شپږم پړاو د جون په ۲۴ مه درې ورځې وروسته پای ته رسېږي او په دې پړاو کې یې لاهور قلندرز او کوېټه له سیالیو بهر شوي دي.

د کوېټې لوبډلې د خپلې ماتې لاملونه د لوبغاړو نه فوم او د ښو لوبغاړو ټپي کېدل دي.

کوېټې او لاهور تر اوسه د سوپرلیګ اتلولۍ مزه نه ده څکلې، دوه ځلې پېښور، یو ځل کراچۍ او دوه ځلې یې اتلولي اسلام اباد ګټلې ده.

اسلام اباد لوبډله سږ کال هم په لومړي پړاو کې خورا ښه مخته ولاړه.

په لس لوبو کې یې ۸ وګټلې او د ۱۶ نومرو په لرلو سره یې لومړی مقام قایم کړ.

 

که کراچۍ کېنګز کې نجیب الله ځدران او بابراعظم نن ښه توپوهنه وکړي، نو ښایي چې پېښورزلمي ماته کړي.

خو که پېښورزلمي سره په اوپننګ کې کامران اکمل او حضرت الله ځاځی ښه ملګرتیا وکړي؛ نو کراچۍ ته پوره سرخوږی جوړولی شي.

 

وروستي مطالب