محمدنبي لا هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په شل اوریزه سیالیو کې د الراونډرانو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي یوځلې بیا پکې په لومړي ځای کې شتون لري.

ددې شورا له لوري په تازه اعلان شوې درجه بندي کې د اسټرالیا میچل مارش له اتم ځای څخه اووم ځای ته، د عُمان زیشان مقصود له نهم څخه اتم ځای ته او د زیمبابې سین ویلمس بیا له دیارلسم ځای څخه نهم ځای ته پورته شوی.

ددې ترڅنګ د زیمبابې بل الراونډر لوبغاړی ریان بورل بیا له اووم ځای څخه لسم ځای ته کښته شوی، چې درې قدمه شاتګ یې وکړ.

په شل اوریزه سیالیو کې د الراونډرانو تازه اعلان شوې درجه‌بندي

 

۱ـ محمدنبي: افغانستان، ۲۸۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ شکیب‌الحسن: بنګله‌دېش، ۲۷۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۳ـ ریچارډ برینګټن: سکاټلینډ، ۱۸۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۴ـ خاور علي: عُمان، ۱۵۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ روهان مصطفی: متحده‌عربي امارات، ۱۵۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ کلین مکسویل: اسټرالیا، ۱۵۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ میچل مارش: اسټرالیا، ۱۴۱ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۸ـ زیشان مقصود: عُمان، ۱۳۵ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۹ـ سین ویلمس: زیمبابې، ۱۳۲ نمرې، پنځه قدمه پرمختګ یې وکړ.

۱۰ـ ریان بورل: زیمبابې، ۱۳۱ نمرې، درې قدمه شاه‌تګ یې وکړ.