سپورټ نړیوال کرکټ

محمدنبي لاهم د نړيوال جام پړه پر ګلبدين نائب ور اړوي.

لیکنه: عبدالله عادل

محمدنبي؛ ګلبدین په ټول ژوند کي لوبډلمشري نه وه کړې هغه به څنګه لوبډله مخته وړې وی؟

د بنګلدېش خلاف تر ټسټ لوبي او تاریخي بریا وروسته له یاد فارمټ سره مخه ښه کوونکي لوبغاړي محمدنبي د راشد ستاینه کړې او په نړیوال جام کي یې د خرابي کارکردګۍ لامل نړیوال جام ته نژدې د لوبډلمشر تغیر په ګوته کړی.

د افغانستان کرکټ بورډ په اپرېل میاشت کي اصغرافغان له لوبډلمشرۍ څخه لیري او پر ځای یې یو ورځنیو لوبو ته ګلبدین، شل اوریزو ته راشدخان او ټسټ ته رحمت شاه د لوبډلمشر په توګه وټاکه .

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کي د ګلبدین په لوبډلمشرۍ خپلي نهه واړه لوبي بایلودې چي ورسره سم پر لوبډلمشر انتقادونه زیات سوه په ځانګړي ډول د پاکستان خلاف لوبه کي د نایب پرېکړي تر انتقاد لاندي راغلې دا بس نه وو له نړیوال جام وروسته مشر روزونکي سیمونز هم له خپلي دندي استعفا ورکړه او لامل یې د هغه له اجازې پرته او په ناخوښۍ سره د لوبډلمشر اصغرافغان لیري کول یاد کړه.

محمدنبي د دوشنبې په ورځ په خپله مرکه کي ویلي:

”دا هر څه د لوبډلي د ترکیب اړوند دي ، نړیوال جام ته د بورډ غړو لوبډلمشر تغیر کړ ځکه نو د لوبډلي ترکیب ښه نه وو. د راشد په لوبډلمشرۍ کي زه او اصغرافغان د هغه (راشدخان) ملاتړ کوو او هغه هم دا دندي ته اماده دی. “

”که ته تر نړیوال جام وړاندي لوبډلمشر تغیر کړې ، څنګه به ته لوبډله اماده کړې؟ هغه (ګلبدین) په خپل ژوند کي لوبډلمشري نه وه کړې هغه به په نړیوال جام کي څنګه لوبډله مخته وړې وی؟ ځکه نودا سخت وه او لوبغاړو نړیوال جام کي ښه کارکردګي ونکړه موږ د هند، پاکستان او ویسټ انډیز خلاف بریا ته نژدې لوبي وکړې او اوس دا هر څه په بشپړ ډول تغیر سوي ، موږ ځوانانو ته موقع ورکوو، درې لوبغاړي د لومړي ځل لپاره په ټسټ کي ولوبېده او څو نور به په شل اوریزو لوبو کي د لومړي ځل لپاره ولوبېږي. “

تر نړیوال جام وړاندي کله چي اصغرافغان له لوبډلمشرۍ لیري او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکل سو محمدنبي او راشد خان د بورډ د یاد پرېکړي پر خلاف ټویټونه هم وکړه.

تر نړیوال جام وروسته راشد خان د دریو سرو کرکټ بڼو لوبډلمشر او اصغرافغان یې مرستیال وټاکل سو او راشد د لوبډلمشرۍ په همدا لومړۍ ازموینه کي بریالی سو او خپله لوبډله یې د بنګلدېښ خلاف تاریخي بریا ته ورسول، نوموړي په یوازي ځان ۱۱ ویکټي ترلاسه کړې او په لومړۍ پاڼۍ کي یې پنځوسیزه جوړه کړه.

محمدنبي یوازي له دریو ټسټ لوبو وروسته د یاد فارمټ سره مخه ښه وکړه او لامل یې هم ځوانو لوبغاړو ته ځای او موقع ورکول په ګوته کړه.

نوموړي په دې اړه ویلي:

”موږ پر ځوانانو تمرکز کوو ، موږ یو ځوان لوبډلمشر ټاکلی ، هغه پیاوړی دی، شل اوریزو لوبو کي لومړی نمبر توپ اچونکی دی نو ځکه موږ ټول د راشد ملاتړ کوو ، زموږ د کرکټ بورډ عمومي او اجرائیه رئیس ټوله د راشد ملاتړ کوي. “

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی