محمدنبي عیسی خېل په شل اوریز کرکټ کې لوړ سټرایک رېټ لري

شل اوریزې کرکټ لوبې د خرپ او ترپ لوبې وي، یعنې لوبغاړي ډېره پورې د شاټ وهلو کوښښ کوي او د لوبډلې د هدف لوړولو په لټه کې وي.

افغان لوبډله هم په شل اوریزکرکټ کې مناسب جوړښت لري، د توپوهونکو له پلوه ډېره غني لوبډله ده؛ خو چټکه توپ اچونه یې د پوښتنې وړ ده.

بل پلو داسې الراونډران هم په دې لوبډله کې شته، چې شل اوریز کرکټ کې د لوبې حالت بدلولی شي.

یوه ښه بېلګه یې محمدنبي عیسی خېل دی، چې کولای شي په کمو توپونو لوړې منډې وکړي او خپلې لوبډلې ته ښه تمام شي.

په توپوهونکو کې نجیب الله ځدران هم مېډل ارډر دی او کولای شي، چې ښې شپږیزې ووهي او هدف لوړ کړي.

د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې محمدنبي عیسی خېل دویم لوبغاړی دی، چې لوړ سټرایک رېټ یې لوبولی دی.

یوراج سېنګ

یوراج سېنګ چې په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې یې شپږ شپږیزې سر په سر په براډ ووهلې؛ نو له هغه وخت څخه تر ۲۰۱۴ پورې یو مطرح توپوهونکی و، خو کله یې چې د سرطان ناروغۍ کېرېئر وګواښه نو لوبو کې یو څه ټکني شول، ده په ۲۴۲ سټرایک توپوهنه کړې ده.

او په لوړ ګوزار کچ کې لومړی نمبر دی.

محمدنبي عیسی خېل

نوموړی چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په شل اوریز کرکټ کې لوبېږي، د نړۍ په کچه دویم لوبغاړی دی چې شل اوریز کرکټ کې یې لوړ سټرایک رېټ لوبولی دی.

نوموړی په ۲۴۰ سټرایک سره لوبېدلی دی.

خو د افغان کرکټ مینوال بیا تل دا نیوکه کوي، چې په لیګونو کې محمدنبي ښه لوبه کوي؛ خو ملي لوبډلې ته یې تراوسه داسې ذمه واره لوبه نه ده کړې.

ډېوېډمېلر

د افریقا منځنی هیټر توپوهونکی دی، ده هم ۲۰۹ سټرایک سره شل اوریزکرکټ لوبولی دی او درېیم لوبغاړی دی، چې په هر توپ یې له دوو زیاتې منډې کړي دي.

ګلېن مکسویل

د اسټرالیا الراونډر دی ده په ۲۰۱ سټرایک شل اوریز کرکټ لوبولی دی او ښه مناسبه لوبه یې تل د خپلې لوبډلې لپاره کړې ده.

کومارسنګا کارا

سنګاکارا د سریلانکا پخوانی لوبډلمشر او غوره توپوهونکی و، ده په ۱۹۷ سټرایک شل اوریز کرکټ لوبولی دی او پنځم غوره توپوهونکی دی.

 

 

 

وروستي مطالب