سپورټ نړیوال کرکټ

محمدنبي عیسی خېل روغ رمټ دی!

سمیع الله درانی

د جمعې په ورځ ځېنو فېسبوک کاروونکو په خپلو اکاونټونو لیکلي وو، چې افغان کرکټ ټولچاری محمدنبي عیسی خېل د زړه حملې له کبله مړ شوی دی او نور به د کرکټ په نړۍ کې نه وي.

دې فېسبوک کاروونکو کې ډېری یې د پاکستان و، یوه فېسبوک ایډي چې په دې برخه کې یې خبر خپور کړی و، هغه یوسف جان اُتمانزی و، اتمانزي لیکلي دي، بیخي دردناک خبر! محمدنبي عیسی خېل د زړه حملې له امله مړ شو، الله ج دې جنتونه نصیب کړي.

دې خبر ډېری افغانان نهیلي او د محمدنبي عیسی خېل مینوال خورا خواشیني کړل.

کله چې په ټولنیزو رسنیو د محمدنبي د مړینې دروغجن خبر خورا زیات خپور شو؛ نو نړیوالې ورزشي رسنۍ هم په دې تمه وې، چې رښتینی خبر خپور شي او رسمي سرچینې یې تاید کړي.

پرون ماښام د دروغي خبر له خپرېدو سره څنګزن کرکټ بورډ د محمدنبي عیسی خېل د شپږیزې لیګ د چمتو والي انځورونه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپاره کړل.

محمدنبي عیسی خېل په شپږیزه لیګ کې د مِس عېنک لوبډلې لوبډلمشر دی، پرون یې د بُست لوبډلې خلاف تمریناتي شل اوریزه لوبه وکړه.

شپږیزه لیګ د دوشنبې په ورځ پېلېږي.

اوس محمدنبي عیسی خېل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې دی الحمدالله روغ و جوړ دی او کومو رسنیو چې د ده د مړینې خبر خپور کړی دروغ او جعلي دی.

دا لومړی ځل نه دی باندنۍ رسنۍ او فېسبوک کاروونکي په دروغو سره زمونږ لوبغاړي مړه او ژوندي کوي، له دې وړاندې د سما تلویزیون ویلي چې راشدخان د پاکستان دی او د پاکستان خلاف لوبېږي، دوی راشدخان بې وفا بللی و.

ورپسې یې مجیب ښودلی و، چې هغه ۱۸ کلن نه دی بلکې عمر یې زیات دی او اوس یې دا دی محمدنبي په دروغو اوازو سره وژلی و.

خو د محمدنبي ټویټ هر څه روښانه کړل او نړیوالو رسنیو هم اوس راپورونه خپاره کړي، چې نبي روغ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی