محمدنبي عیسی خېل د افغان جګړه ځپلو لپاره مرستې راتولولو کمپاین پیل کړی

 

د محمدنبي عیسی خېل خېریه بنسټ له لوري د جګړې له امله د زیانمن شوو وګړو لپاره د بسپنې راټولولو په خاطر په انګلیسي ژبه دا لېنک په خپله فیسبوک پاڼه چلولی دی.

Help raise £ 10000 to Afghanistan emergency response for war survivors.

ده په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي« د محمد نبي خيريه بنسټ په هیواد کې د روان جنګ له امله بې ځایه شویو هیوادوالو سره د مرستې په نیت د انلاین مرستې ټولونې لړۍ پیل کړې. که تاسو هم غواړئ د خیر په دغې چاره کې شريک شئ، کولای شئ د لاندې لینک له لارې کومک وکړئ».

https://www.justgiving.com/crowdfunding/mn7?fbclid=IwAR1POOAEKpOLnsvrNi8H8JZz4ehBWIZrEMCQC9w9VsdFppDOT0DsZukyl3M

تر چهارشنبې مازیګره پورې د محمدنبي بنسټ درې سلنه مرسته ټوله کړې وه، چې ۳۳۰ یورو یې جمعه کړي وو.

دوی لس زره یورو هدف اېښی دی.

بل پلو افغان لېګ برېک بالر راشدخان هم همدا لېنک په خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې:

« زموږ او ستاسو ملي او اسلامي وجیبه دا وخت له خبرو ډېر د عمل برېده ته رسیږي. ډیر هیوادوال چې پر کرکیله پایي جګړو ترې هر څه پاتې کړي او بې برخلیکه بیلابیلو سیمو کې کډوال دي. زموږ او ستاسو لږه مرسته د یوې کورنۍ د یوه ماښام خواړه تیاروي نو لطفآ مه یې دریغوئ او د کورنۍ غړي او دوستان مو مرستې ته وهڅوئ.ممکن د یوې پیالې چاې په بیه زموږ یو بې کوره هیود وال یو وخت ډوډۍ ترلاسه کړي».

راشدخان له دې لیکنې سره د تازه نښتو له امله د کندوز ښار د سوځېدو او بیا هغو کډوالو چې له کندوز، کندهار، تخار، بغلان او نورو ولایتونو څخه کابل ته راکډه شوي دي، انځورونه یې خپاره کړي دي.

د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو لکه ګلبدین نایب، شاپور ځدران، دولت ځدران، شرف الدین اشرف او ډېرو نورو هم له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان په حال رحم وکړي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له بې ځایه شوو خلکو سره مرستو ته راودانګي.

د لوبغاړو دا چاره د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او دوی یې په ټولنیزو رسنیو کې د تبصرو یا کمینټونو له لارې ستایلي دي.

 

وروستي مطالب