سمیع الله درانی
د بنګله دېش کرکټ ټولچاري یا الراونډر محمدالله ویلي دي، چې دی بېرته فوم کې شوی او غواړي، چې د افغان لوبډلې د بریاوو هغه شوکت له ستونزو سره مخ کړي، چې درې اړخیز سیریز کې یې ترلاسه کړی دی.
ده ویلي دي غواړي چې د افغان لوبډلې د بري تاج د دوی له سر څخه راکوز کړي او پر ځای یې بنګله دېش بریا ته ورسوي.
ده په خپله لوبډله غږ کړی، چې ډاډه ولوبېږي او د زِمبابوې په څېر له افغان لوبډلې سره هم باوري لوبه وکړي.
محمدالله د سټپمبر په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د زِمبابوې خلاف ۶۲ منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله.
د لوبې غوره لوبغاړی هم محمدالله ونومول شو.
په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان لوبډلې په خپلو دوو لوبو کې دواړه ګټلي دي، بنګله دېش په درې لوبوکې دوه ګټلي او له افغان لوبډلې یې ماته خوړلې ده.
بل پلو بیا زِمبابوې په درې لوبو کې درې واړه بایللي دي او یوه لوبه یې پاتې ده، چې د جمعې په ورځ یې له افغان لوبډلې سره ترسره کوي.
افغانستان په تېر کې ۱۲ شل اوریزې لوبې سر په سر ګټلي دي او لا د پرمختګ په هیله دي.
کابو دوه ورځې وړاندې مجیب الرحمن په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغان لوبډلې اتفاق کولای شي، دوی د درې اړخیزې لوبلړۍ په بریا ونازوي.
محمدالله ویلي له پایلوبې وړاندې زمونږ ډېر سوچ له افغانستان سره پر لوبه دی، افغانستان او بنګله دېش د شنبې په ورځ د درې اړخیزسیریز له پایلوبې مخکې یوه لوبه لري، دا لوبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه کېږي.
زِمبابوې د درې اړخیز سیریز څخه بهر شوې، کوربه لوبډله بنګله دېش او افغانستان به د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دې سیالیو پایلوبه کوي.
محمدالله د افغانستان خلاف تېره لوبه کې ۴۴ منډې وکړې او د ګلبدین نایب په توپ کېچ شو.
د بنګله دېشي الراونډر په خبره د لوبډلې رهبرۍ برخه او لوبډلمشر شکېب الحسن ټول لېواله دي او د لوبډلې پر نظم یې کار کړی دی، اوس لوبغاړي چمتو دي، چې ذهني او فزیکي دواړه ډوله لوبه وکړي او افغان لوبډله ماته کړي.
د شنبې په ورځ افغانستان او بنګله دېش پته په مېدان لګي، بیا به د محمدالله د خبرو حقیقت څرګند شي، چې ایا رښتیا هم دوی کولای شي، چې افغان لوبډله ماته کړي او کنه.