محسن داوړ: که طالبان هوښیار دي نو پاکستان دې ورته واک وسپاري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، چې پاکستان د خپلو تېرو تګلارو نه څه زدکړه نه ده کړې او اوس هم افغانستان کې خپل پردى کوي او طالبانو ته په نورو ډلو ارزښت ورکوي.

محسن داوړ پرون ورځ د پارلمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي که پاکستان افغان طالبان دومره هوښياره او ځېرک ګڼي نو پکار ده چې د پاکستان واک هم هغوی ته ور وسپاري.

محسن داوړ دا خبرې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د ټویټ ځواب کې کړې دي.

د یادونې ده، چې عارف علوي ويلي وو چې د پاکستان لپاره د کرونا ويروس سره سم دويم ستر خطر افغانستان کې ناامني ده او هيله ده چې افغان طالبانو او د دوی هېوادوالو ته امن نصيب شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وه چې افغان طالبان ډير هوښياره او ځېرک دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد هم وايي اوسني افغان طالبان ډير مهذب دي او په ټوپک د خپلو فیصلو کولو پرځای په خبرو اترو باور لري.

قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې محسن داوړ زياته کړې چې د حکومتي وزيرانو دا بيانونه د افغان دولتي چارواکو له خوا په افغانستان کې د لاس وهنې تورونو ته وده ورکوي.

بلخوا وروسته تر هغه چې پاکستاني لوړپوړو چارواکو د افغانستان او په ځانګړې توګه د طالبانو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې وکړې، پښتونخوا کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې پاکستانی حکومت په دې ډول څرګندونو سره خپل دریځ نور هم کمزوری کوي.

دوی وایي، پاکستان ماشومانه څرګندونې کوي، یو خوا وایي چې طالبان یې له امریکا سره خبرو ته کېنولي او بیا وایي چې دوی پر دغه ډله نفوذ نه لري.

د دوی په وینا، دا ډول څرګندونې نور هیڅوک هم نه شي منلی ځکه پاکستان په تېرو شلو کلونو کې ډېرې تېر ایستونکي څرګندونې کړې دي.

په ورته وخت کې د ملي عوامي ګوند ویاند ذاهد خان بیا ویلي، چې پاکستان په پټه کومه نوې لوبه پیل کړې ده.

د هغه په خبره، پاکستاني حکومت په دیر، باجوړ او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې نوي کېمپونه جوړ کړي دي او دا د پښتنو د راتلونکو بدو ورځو نښه ده.

ذاهد ټینګار کړی دی چې افغان سوله کې د پاکستان د نه همکارۍ لامل دا دی چې دوی پوهېږي په دغه هېواد کې د جګړې دوام پنجاب نه بلکې ډیورنډ ته څېرمه پښتون مېشته سیمې اغېزمنوي او د هغوی بیا دوی په کیسه کې نه دي.

وروستي مطالب