محسن داوړ: مولانا فضل الرحمن ته دا ځل د پښتنو د وینو پلورلو اجازه نه ورکوو

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ په خپلو خبرو کې ویلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو سخت دریځه او ترهګره ډله ده.

هغه دا څرګندونې په پاکستان کې د تحریک لبیک (ټي ایل پي) په ملاتړ په یوه خبري غونډه کې کړي دي.

نوموړي د تحریک لیبک دریځ ستایلی او د پاکستان حکومت یې ملامت کړی، چې باید غوښتنو ته یې رسیدنه وکړي.

مولانا فضل الرحمن د تحریک لبیک ډلې په ننګه د خپلو خبرو په دوام ویلي: «که په یو ملک کې دننه د پي ټي اېم په شان قوم پرست، سخت دریځه او ترهګر تنظیم وده کولی شي، نو بیا د یوې مذهبي ډلې لپاره ولې ګنجایش نشته؟»

د نوموړي له دې دې خبرو سره سم، د هغه په وړاندې د لرې او برې پښتونخوا د پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سخت غبرګونونه راپورته شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ د نوموړي د دې څرګندونو غبرګون کې ویلي چې پي ټي ایم هیڅکله تاوتریخوالی نه دی کړی بلکې دا مولانا فضل الرحمن دی چې د پښتنو د وینې بهېدنې او وژل کېدو په بدل کې یې خپلې ګټې پاللې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې فضل الرحمن ځکه له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه کرکه لري چې نوموړي ته د پښتنو د وینو د خرڅولو اجازه نه ورکوي.

محسن داوړ په ټویټ کې مولانا فضل الرحمن په دې تورن کړی چې د پښتنو په وینو یې سودا کړې ده.

داوړ لیکلي: «جمعیت العلمأ اسلام، د پښتونخوا وطن په سینه باندې د ترهګرۍ د خونکاره فصل په کرلو کې مخکښ پاته شوی دی او مولانا صاحب له دې خونریزۍ نه ذاتي او سیاسي ګټه حاصله کړې ده.»

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې پي ټي اېم په سخت دریځۍ تورن کړی چې له فرانسې سره د اړیکو په سر د سخت دریځه ډلو او حکومت ترمنځ ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیسو او لاریون کوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده چې مولانا فضل الرحمن لومړی ځل نه دی چې د پښتنو پر وړاندې داسې څرګندونې کوي بلکې له دې وړاندې یې هم څو څو ځله افغان جګړه هم روا بللې ده.