محب: په دوحه کې له طالبانو سره خبرې به اوسني وضعیت ته تغیر ورکړي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دوی د تمې خلاف د ولسوالیو تر نیولو وروسته د سرحدونو د نیولو هڅه پیل کړې ده او په چټکۍ د دغې ډلې پرمختګ د حیرانۍ وړ دی.

نوموړي د امریکا له ملي راډيو سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر سوداګریزو بندرونو په نیولو کې چټک عمل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو دا بریدونه د افغان ځواکونو له لوري دفع شوي دي او د دغې ډلې د وړاندې تګ مخه ډب شوې ده.

محب د خپلو خبرو پر دوام دغه راز هیله ښودلې چې په دوحه کې له طالبانو سره د افغان رهبرانو راتلونکې خبرې به اوسني وضعیت ته تغیر ورکړي.

بلخوا د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی او د ملکي خدمتونو ادارې مشر نادر نادري وایي، طالبان د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو اووه زرو بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د خپلو مشرانو د نومونو اېستل غواړي.

نادر نادري نن پنجشنبه په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل، طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغه غوښتنه له دوی سره نه ده شریکه کړې، خو په خبره یې د دغې ډلې یوه غړي ویلي چې طالبان داسې یوه طرحه لري.

د نوموړي په خبره، د طالبانو دغه غوښتنه خورا درنه ده. هغه زیاتوي تېر ځل هم د دغې ډلې څه کم شپږ زره بندیان خوشې شول چې نه یوازې د سولې او ثبات سره یې مرسته ونه کړه، بلکې جګړو ته یې لاپسې زور ورکړ.

هغه وویل دوی به هغه وخت د طالبانو دغې غوښتنې ته لبیک ووايي چې په افغانستان کې د سولې وزرې وغوړېږي او جګړې پای ته ورسېږي.

نادر نادري هغه اوازې هم رد کړې چې ګني دوحه کې به د موقت حکومت په هکله خبرې کېږي، خو دا یې تایید کړه چې د افغان سیاسیونو یو پلاوی به په یوه یا دوه ورځو کې قطر ته ولاړ شي او د طالب پلاوی سره به خبرې وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رئیس د خپلو خبرو پر دوام وویل چې جګړو د افغانستان هرې برخې ته زیان اړولی دی.

دده په وینا دمګړۍ په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۱۲ انکشافي پروژو کارونه د جګړو له امله ځنډېدلي، لسګونه عامه تاسیسات له منځه تللي او په وینا یې چې خلک له بېکارۍ، لوږې، فکر او ورانیو سره لاس او ګرېوان دي.

د نادري په خبره طالبانو په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ نړولې او یا زیانمنې کړې دي.

دده په خبره طالبانو ته په کار ده چې له ورانۍ او جګړو لاس په سر شي. افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان بیا وایي دوی دولتي تاسیسات نه ورانوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه بولي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ