محب: د طالبانو لیکو کې داسې کسان شته چې روانه جګړه ناروا بولي او له جګړې لاس په سر شوي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې روانه جګړه نا روا بولي او له جګړې لاس په سر شوي دي.

محب چې نن یې په کابل کې یوې ګډې امنیتي غونډې ته خبرې کولې د حکومت د سقوط په اړه اوازو ته په اشارې وویل چې افغان حکومت به هیڅکله سقوط ونه کړي ځکه چې افغان ځواکونه د هر ډول ګواښ د دفع کولو وړتیا لري او دغه راز به له افغان امنیتي ځواکونو څخه د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ هم دوامداره وي.

محب زیاته کړې، چې طالبانو لا هم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې نه دي پرې کړې.

نوموړي دغه راز د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي خبرداری هم ورکړ او ویې ویل، چې طالبان واک غواړي په همدې دلیل ډېر امکانات شته چې دغه ډله خپل بریدونه زیات کړي.

هغه وویل چې ځینې نورې ډلې هم شته، چې ځینې بریدونه او فعالیتونه کوي؛ خو دغه ډلې د طالبانو له همکارۍ پرته فعالیت نه ‌شي کولی.

د طالب بنديانو د خوشې کولو په تړاو محب زیاتوي، د طالبانو غوښتنه نوې نه ده، هغوى ادرس غلط کړی، که زندانيان غواړي بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

محب په لوګر کې شوې پرونۍ موټربم چاودنې ته په اشارې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې، ده دغه ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې لاسپوڅې وبلله چې په وینا یې پر افغانانو هیڅ رحم نه لري.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د پرون ورځې د موټر بم برید په پایله کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس حیسب الله ستانکزي ویلي چې په پرونۍ پېښه کې ۲۶ کسه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، لا هم ځینې قربانیان تر خاورو لاندې دي او ښایي د وژل شویو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د ویلو ده چې پرون ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د روژه ماتې پر مهال یو شخصي میلمستون ته څېرمه درنه موټربم چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر اوسه د یادې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

بلخوا طالبانو پرون په دوحه کې د ترویکا هېوادونو استازو سره د خپلو پاتې بندیانو او د تور لست څخه د خپلو ځینو مشرانو د ایستلو په اړه خبرې کړي دي.

وروستي مطالب