مارچ 4, 2021

مجیب ځدران په هندوستان کې تاریخ جوړ کړ 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سوکه توپ اچونکی مجیب ځدران چې په دې وروستو څو میاشتو کې یې د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره په ښه ځلیدو تر ملي لوبډلې ورسید؛ د خپلې ښې کار کردګۍ او جادوګر بالینګ پرمټ یې د کرکټ نړۍ مشهوره تجارتي «IPL» لیګ سیالیو ته موقع ترلاسه کړه.

نوموړي د هندوستان د غوره لیګ یا «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ مشهوره تجارتي سیالیو په نیلامۍ کې د کینګز ایلون پنجاب لوبډلې لخوا د خپلولو زیری ترلاسه کړ، چې په وینا یې دغه لیګ کې لوبیدل د یو خوب ریښتیا کیدل و.
د پنجاب لوبډلې د کرکټ په نړۍ کې ځوان افغان جادوګر بالر مجیب ځدران د ۴ کروړه هندۍ کالدارو په بدل کې خپل کړ، چې ورته ګڼ شمیر په کور دننه او بهر کې د کرکټ مبصرین، مینه او هېواد وال حیران شول.
په دغه لیګ سیالیو کې یوازې مجیب ځدران د لوبیدو په موخه خپل نشو؛ بلکې ورسره ۳ نور افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او ظاهر خان هم د سنرایز حیدر اباد او راجستان رایلز لوبډلو لخوا واخیستل شول، خو مجیب ځدران او ظاهر خان ته ډیرې سترګې وا اوښتې.
مجیب ځدران د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالیو په تاریخ کې لمړنی ځوان لوبغاړی شو، چې د ۱۷ کلونو او ۱۱ ورځو په عمر کې په دغه لیګ کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه، چې له دې وړاندې دغه مقام د هندي سرفراز خان سره و، چې د ۱۷ کلونو او ۱۷۷ ورځو په عمر کې یې په دغه لیګ د لوبیدو موقع ترلاسه کړې وه.
د دغه ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو په دویمه ورځ پنجاب لوبډله د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پکې د افغان لوبغاړو له ډلې څخه مجیب ځدران د نورو وړاندې لمړی را څرکند شو.
په ننۍ لوبه کې افغان مجیب ځدران د ډهلي لوبډلې خلاف د پنجاب په ګټه په خپلې توپ اچونه کې لمړی نیوزیلنډی کولین مونرو او ورپسې یې هندی ریشاب پانټ له مخې پورته کړل. مجیب ځدران نه یوازې ښکلې توپ اچونه ترسره کړه؛ بلکې د ډهلي لوبډلې کپتان ګاتم ګمبیر یې ( رن اوټ ) یا په منډه وسوځولو.

په سیالۍ کې پنجاب لوبډلې د ډهلي لوبډلې د ۱۶۸ منډو هدف د لوکیش راهول د چټکې نیمه سلیزې جوړلو سره د لوبې په ۱۹ م اور کې پوره کړ او لمړنۍ بریا یې خپله کړه.
د مجیب د ویکټې اخیستو ویډیو؛

د راهول د بیټینګ ویډیو
https://www.youtube.com/watch?v=6Y8EduVQXlU
 

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ