مارچ 5, 2021

مجیب ځدران نن ۱۹ کلن شو!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران نن د مارچ میاشتي په ۲۸مه نېټه ۱۹کلن شو.
مجیب ځدران د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه ښی لاستی سلو توپ اچونکی دئ، چي په ۲۰۰۱م کال کي د هیواد په خوست ولایت کي زېږېدلی.
مجیب خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۷م کال د ډیسمبر میاشتي په ۵مه نېټه د ایرلینډ خلاف او لومړنۍ نړیواله شل آوریزه لوبه ئې بیا د ۲۰۱۸م کال د فیبرورۍ میاشتي په ۵مه نېټه د زیمبابې خلاف ترسره کړې ده.

مجیب الرحمن د افغانستان لپاره ۴۰ یو ورځنۍ او ۱۹ بیا شل آوریزه لوبي ترسره کړي دي.
هغه د افغان لوبډلي لپاره په یو ورځنیو لوبو کي ۶۳ او په شل آوریزه لوبو کي ئې بیا ۲۹ ویکیټي اخیستي.
مجیب د خپلې ښې توپ اچوني له امله اوس د کرکیټ نړیوالي شورا لخوا د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي دوهم او د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي بیا درېیم ځای لري.
هغه په شل آوریزه سیالیو کي د ۷۳۰ نمرو په درلودلو سره دوهم او په یو ورځنیو لوبو کي بیا د ۷۰۱ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای کي شتون لري.

مجیب الرحمن ځدران د افغان لوبډلي ترڅنګ د هند په آی پي ایل، د بنګله دېش په بي پي اېل، د انګلستان په بلاسټ او د آسټرالیا په بیګ باش لیګ کي لوبېدلی.
هغه په هر لیګ کي د خپلي لوبډلي لپاره خورا ښه تمام سوی او د خپلي لوبډلو لپاره ئې ګڼ شمېر لوبغاړي سوځولي.
مجیب ځدران په ډېر لږ وخت کښي ځان نړیوالو ته وپېژانده او یوزاینی لوبغاړی وشمېرل سو، چي په ۱۶ کلنۍ کي په ملي لوبډله کي راڅرګندیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي