د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د بنګله دیش په کورني کرکټ غوره لیګ سیالیو کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې دې لوبغاړي د بنګله دیش د کورني کرکټ بي پي ایل په نامه سیالیو کې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان په نشتون کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټینیټل جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د روانې نوامبر میاشتې په ۲۹ مه نيټه د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د سیالۍ ډګر ته وځي، چې په دغې مهمې لوبه کې د ګډون په موخه دواړه افغان لوبغاړي محمدي نبي عیسی خیل او راشد خان بیرته د ملي لوبډلې سره یو ځای کیږي، چې محمد نبي هېواد ته راستون شوی دی او راشد خان به هم ډیر ژر د ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
د راشد خان پر ځای دغه لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه ځوان لوبغاړي مجیب ځدران ته د لوبیدو بلنه ورکړل شوې، چې د سیالیو ترسره کیدو په موخه بنګله دیش ته ولاړ.
مجیب ځدران د بي پي ایل سیالیو کې وروسته له هغې د لوبیدو چانس پیدا کوي، چې په دې وروستیو کې یې د ۱۹ کلنو په اسیايي جام سیالیو کې ښه وځلید او په ۵ لوبو کې یې ۲۰ لوبغاړي وسوځول.
نوموړی په همدغې بهترینې کارکردګۍ سره د اسیايي جام غوره لوبغاړی وټاکل شو او په خپل شتون کې یې افغان لوبډله د دغه جام اتلولۍ ته ورسوله.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ