مجیب الرحمن، نوین الحق ته سوپر اوور کې ماته ورکړه.

د بي پي ایل سوداګریز لیګ لا هم پای ته نه دی رسېدلی او د جمعې په شپه یې دېرشمه لوبه د کامېلا واریرز او سېلېټ تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
سلېهېټ تندر لوبډلې سږ کال شفیق الله شفق او نوین الحق اخېستي دي، چې وخت ناوخت له دواړو لوبغاړو یو، یو یې لوبوي.
دېرشمه لوبه کې مجیب الرحمن د خپلې توپ اچونې جادو څرګند کړ، هغه لومړی په څلورو اورونوکې ۱۲ منډې ورکړې او څلور وېکټې یې له مخې پورته کړې.
لومړۍ توپ وهنه کومېلا لوبډلې په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدلو سره ۱۴۰ منډې وکړې، چې مجیب الرحمن پکې په ۳ منډو رن اوټ شو.
نوین الحق د تندر لوبډلې په ملاتړ ۴ اورونه وکړل او ۲۵ منډې یې ورکړې.
تندر لوبډلې هم په شل اورونوکې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه سوپر اوور ته ووته.
د سوپر اوور لوبې د اوور باور لومړی په مجیب الرحمن وشو، هغه په یو اوور کې ۷ منډې ورکړې او یوه څلوریزه پرې هم ولګېده.
د کومېلا لوبډلې لپاره په سوپر اوور کې ۸ منډې هدف شو.
په مقابل کې د سېلهېټ تندر لوبډلې د سوپر اوور باور په شل کلن فسټ بالر نوین الحق وکړ.
نوین الحق په خپل اوور کې یوه وېکټ واخېسته؛ خو د سوپر اوور لوبه ترې په پنځم توپ کومېلا لوبډلې وګټله او په دې ډول د مجیب الرحمن سوپر اوور بالېنګ بریالی شو.
په وروستیو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم مجیب الرحمن واخېسته.
دا دوه یم ځل دی چې مجیب الرحمن په بنګله دېش تجارتي کرکټ لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړی راځي؛ خو دا ځل یې بیخي په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لوبډله یې په بري ونازوله.




وروستي مطالب

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

by عاقله اسد in افغانستان

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ... نور ولولئ