Advertisements
اقتصاد ټولنیز ژوند

مجبور شهزاده

لیکنه: نعمان دوست

په څه خوارۍ یې څلور ټایره فلزي کراچۍ ټیله کوله. په دې کراچۍ کې ټال بند دی. ماشومان پکې زانګي او بابا ترې مزد را ټولوي.

دا سپین ږیری د جلال اباد په دې ګرمه هوا او سخته روژه کې له سهاره تر ماښامه کوڅه په کوڅه ګرځي او بیا خپلې خیمې ته ستنیږي. د بابا مټو کې زور اوبه شوی. زړه یې غواړي یخ سیوري لاندې ډډه ووهي؛ خو خیمه کې ور ته څوک په تمه دي. که دی دمه ووهي هغوی به بې دمه شي. دا منتظرین یې دوه لوڼې، دوه واړه زامن او یوه بو‌ډۍ میرمن ده چې په ګډه د ژوند دروند بار تر مزله رسوي.

بابا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ دی. کابو (۷۵) کاله عمر لري. دی که مامور وای وخته به تقاعد شوی و او د قلم کار به ور ته بوج ګڼل شوی و، خو دی نالوستی دی. د ده په رګونو کې چې ساه چلیږي، همدا درنده فلزي کراچۍ به ټیله کوي او څوک به دا کار ورته بوج نه ګڼي.

بوډا د پلار مشر زوی و. بزګر پلار لکه چې اوریدلي و، چې نوم پر شخصیت او ژوند تاثیر کوي، په همدې نیت یې پرې شهزاده نوم کیښود، خو دې نوم یې ژوند بدل نکړ. هغه د شاعر خبره: ( سم نشو کوږ لیک زما په وچولي د ُمهر ــ ډیر که مې په خاوره کې نسکور ولګاوه)

بابا راته د خپلو عایداتو خبره وکړه:
هر سهار چې کراچۍ را کاږم، همدا فکر را سره وي چې ماښام ته به مو له ولږې وساتي کنه. هغه موسک شو: پرون مې ټوله ورځ (۷۰) روپۍ کړې وې. د شلو مې یخ واخیست، شل مې نانوای ته د ډوډۍ پخولو لپاره ورکړې ماښام… سړی غلی شو او دې خاموشي یې د خالي دسترخوان راڼه تصویرونه را مخې ته کړل.

د بابا لپاره بختوره ورځ هغه وي چې (۳۰۰) روپۍ پیدا کړي، خو دا بخت ورسره هر وخت نه وي.

انځور: د لیکنې لیکوال محمد نعمان دوست له سپین ږیري (شهزاده بابا) سره د خبرو پرمهال

بوډا، په ځوانۍ او د ( کور، کالي، ډوډۍ ) د شعار په اوج کې  بې کوره شوی. له ویرې مهاجر شوی او پردي وطن ته یې مخه کړې ده. د پیښور په بورډ کې یې د جلا وطنۍ عمر تیر کړی او درې کاله مخکې بیرته خپل وطن ته راستون شوی دی.

هغه ویل: له سړکه تیر شوم. پولیس مې له سپینې ږیرې هم حیاء ونکړه. دوه درې ډنډې یې ووهلم او ویل یې: ورک شه، مهاجره. خپل وطن ته ځه! په هماغه سبا مې کډه بار کړه. دلته کار نشته، زما غوندې خلکو ته خو بیخي نشته. خو خوشحاله یم. د خپل وطن شمال را باندې لګیږي.

د بوډا ټنډه وغوړیده، ماضي ته ستون شو: څه وختونه وو؛ د شپې به پټیو کې د درمندونو خواته ویده شوو. نه ډزې وې، نه بمونه وو. که ګیډې وږې وې زړونه ارام و. پر اوسنیو ځوانانو مې زړه بدیږي، دوی خوارانو خو هیڅ ښه ورځ ونه لیده.

د بوډا ارمان
خدای خبر، کومه ورځ به نور هم یم کنه؛ خو کاش خپل وطن مې ارام لیدلی وای. موږ خو تباه شوو. هره ورځ د ځوانانو له مرګه خبریږم. لکه د هر یوه جنازه چې زما خیمې ته راځي.

شیبه غلی شو او بیا یې سترګو کې اوښکې را وخوټیدې: په هغه شپه مې ډیر وژړل. هیڅ نه قراریدم. میرمنه مې سر ته ولاړه وه. اولادونه مې رانه راټول وو او ما لکه ماشوم ژړلی. په هغه شپه یې جلال اباد کې چاودنې کړې وې، په هغه شپه یې د کرکټ میدان کې وینې بییولې وې، اخر ولې؟ ولې؟

له مختورۍ ویره
بوډا ته مې ویل: له ډیر وخت راهیسې دې وینم. ستړی ستومانه ګرځې. کمزوری یې. د تا په عمر خلک سوال کوي، خیرات غواړي.

دا خبره پرې ښه و نه لګیده. خپه شو او بیا یې ویل: غریب یم. وږی یم. خو وجدان لرم؛ وجدان مې اجازه نه راکوي چې چاته لاس اوږد کړم، که چا خپله څه راکړل کور یې اباد. دا مې له خدای ج سره وعده ده چې نه به عمر کې سوال وکړم او نه غلا.

عجیبه وطن دی، ځینې دغه شان مجبوره او کمزوري سپین ږیري پکې ولږه زغمي؛ خو سوال او غلا ته زړه نه ښه کوي، د ځینو بیا ټول ژوند په غلا روان وي. خیانت کوي. د دغه شان وږو حقوق خوري. د دغه شان بوډاګانو وینې زبیښې. آن د خپل شلم نسل ژوند له اوسه تامینوي؛ خو دا خلک ملامت نه دي، دوی مجبور دي، ممکن وجدان یې وژل شوی وي.

بې غوښتنې سړی
بابا ته مې ویل، په دې ښار کې ډیر مالداره ګرځي. ځینو پسې آن څلور پنځه قیمتي موټر ګرځي. ښکلې ماڼۍ لري. بې حسابه مصارف کوي، له دغه شان خلکو څه غوښتنه لرې؟
سړی موسک شو او بیا یې ویل: له دغه شان خلکو هیڅ غوښتنه نلرم. چا چې دومره پریمانه پیسې پیدا کړي، له هغوی غوښتنه څه فایده؟ حلالې پیدا کول چیرته دومره اسانه وي. حلالو پسې خو زه لالهانده ګرځم. هغوی که ښه خلک وای پردي حقونه به یې نه خوړل. فساد به یې نه کاوه. زما د خیمې شاوخوا ښه مالداره خلک اوسیږي؛ خو څوک یو جام یخ هم نه راکوي. دې خلکو کې زړونه نشته.

د بابا ګیله
کله کله د مرستې مواد راشي. خو له مخکې لیستونه جوړ وي. ور شم، ټول یې واخلي ماته وايي ستا نوم په لیست کې نشته. دلته چې څوک ونه پیژنې، رحم در باندې نکوي. له ما به بل مستحق څوک وي چې په دې سپین ږیري ځان راته د پنځه کسیزي کورنۍ سرپرستي را ترغاړې ده.

وروستی خبره
له یوې خوا ستړی یم، وږی یم. له بلې خوا هر وخت له جنګونو او وژنو خبریږم. بیخي مې له ژونده زړه تور شي؛ خو څه وکړم، کور را له غاړې دی.
هغه دواړه لاسونه پر مخ راکش کړل او ویل یې: خدایه، داسې وخت راولې چې وطن کې مې ډز ونشي.
خو،
خدای خبر، د بوډا دا دعا به کله مستجابه شي.

محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۳مه،۱۳۹۷

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.