مجاهد: د داعش خطر له پاکستانه افغانستان ته متوجه دی

د هېواد تر پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د عمران خان د هغو څرګندونو غبرګون کې چې ویلي یې دي د داعش خطر له افغانستان څخه پاکستان ته متوجه دی ویلي، چې د داعش خطر افغانستان ته له پاکستان څخه متوجه دی نه برعکس.

مجاهد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې ګواښ دومره پیاوړی نه دی چې نور هېوادونه وګواښي.

مجاهد له کابل نیوز سره په ځانګړې مرکه کې دغه راز ویلي چې ا.ا د علماوو د یوې داسې شورا پر جوړولو کار پیل کړی دی چې په دیني مسائلو کې به دولت ته مشورې ورکوي او په خبره یې کومه مسئله چې د مشرانو شورا او عامه شورا په اړه رسنیو کې خپره شوې وه هغه دایمي خبره ده او پر هغې به وروسته کار کېږي.

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې داعش له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي چې په کور دننه او د باندې یې د افغانانو توند غبرګونونه راوپارول.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې افغانانو په پوره جرات او مېړانې ستر قوتونه مات کړي دي.

ستانکزي په لوګر ولایت کې د مرغومې ۶مې په ویاړ چې پر افغانستان د سرو لښکرو له ۴۲ کال سره برابره ده، وویل چې افغانانو هیڅکله د بل تر یوغ لاندې ژوند نه دی کړی او چا چې ورباندې تېری کړی دی په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت کړی دی او څو چې یې ماتې نه ده ورکړې په کرار نه دي کیناستلي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ده امریکایانو ته هم مخامخ ویلي وو چې په نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، یو امریکایان دي او بل موږ (افغانان) تر هغو به سره وهو څو وګورو چې څوک یې ګټي خو د ده په خبره، دا د شکر ځای دی چې افغانان بریالي شول او امریکا په ټیټ سر له هېواده وتلو ته اړ شوه.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله