
ژباړه
په دې لیکنه کې تاسې ته د نهوو هېوادونو نهه مشهور متلونه درپېژنو.
۱ – ايرلنډی متل؛
په څاه کې ناړې مه توف کوه، ممکن کومه ورځ ترې اوبو څښاو ته مجبور شې.
۲ – فرانسوی متل؛
مینه دې مېرمنې/ خاوند ته ډالۍ کړه او راز دې مور ته!
۳ – اېټاليوي متل؛
مینه او عطر نشو پټولی.
۴ – سويسي متل؛
کله چې انسان موړ شي، بیا د ډوډۍ په خوند نه پوهېږي.
۵ – اسکاتلنډي متل؛
که موسکا کول مو زده نه وي، نو دږکان مه پرانېزئ.
۶ – اسپانیايي متل؛
هغه مینه چې د ډاليو په ورکولو تغذیه کېږي، تل وږې پاتې کېږي.
۷ – جاپانی متل؛
خدای پاک د مرغیو رزق ورته بښلی، خو د لاسته راوړلو لپاره یې باید والوزي.
۸ – اندونېزیایی متل؛
چا چې ملګري ته پور ورکړ، دواړه له لاسه ورکوي؛ هم ملګری هم پیسې.
۹ – بلجیکی متل؛
هر څوک چې له ښایسته مېرمنې سره واده کوي له دوو زیاتو سترګو زیاته اړتیا لري.