متلونه څه ډول وېناوې دي؟     

ليکنه او راټولونه

متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې بنسټ یې تجربه وي او د ریښتیولۍ، پوهې او اخلاقو څرګندویي وکړي. متلونه همدارنګه د یوه قوم کلتور او دودونه انځوروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي.

د لنډیو او متلونو ویونکي په مشخص ډول معلوم نه دي، هر څوک متلونه او لنډۍ اجتماعي او د ټولنې مال او حصول بولي.

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتو لیکوال او شاعر دی د متلونو په هکله داسې ویلي: متلونه د ولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي چې د یوه نسل نه بل نسل ته، د یوه ولس نه بل ولس ته ور باندې افکار، کلتور او دودونه د هماغه ولس د عامه ذهنیت په منل شوي چوکاټ کې لېږدول کیږي.

ـ عقل په پیسو نه اخیستل کېږي.

ـ د خپل وطن ګیدړ د بل وطن تر زمري ښه دی.

ـ نه مې هوږه خوړلې او نه یې له بویه وېرېږم.

ـ دوست ته تشه پیاله دښمن ته ډکه.

ـ د ګونګي په ژبه خپله مور ښه پوهېږي.

ـ د جومات سړی په جومات کې لټوه.

ـ چې د بې ذاته اشنایي کا اور بل پر خپل تندي کا.

ـ که تا ویل چې زه یم او ما ویل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم، او که تا ویل چې ته یې او ما ویل چې ته یې، هم به زه یم هم به ته یې.

ـ که روپۍ وړه ده خو په تول پوره ده.

ـ که غواړې چې رسوا نشې، له ټولنې سره همرنګه شه.

ـ له غرونو لوېدلي به پورته شي، خو له زړونو لوېدلي به پورته نشی.

ـ له بارانه تښتېدم، تر ناوې لاندې مې شپه شوه.

ـ خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.

ـ خلک هر څه کوي خو هر څه نه وایي.

ـ نه به کاڼې پوست شي، نه به غلیم دوست شي.

ـ دولتمند که ډېر لرې وي خلک یې خپل ګڼي.

ـ د بډای په ختم ملا نه ستړی کېږي.

ـ لټ د اوړي سیوري غواړي د ژمي پیتاوی.

ـ عاقل همېشه ځان ناپوهه بولي کم عقل ځان ته هوښیار وایي.

ـ یو خوا ډاګ دی بلخوا پړانګ دی.

ـ چې یې یاد کړې په وړکتوب، هېر یې نه کړې په زوړتوب.

ـ چې خوب درشي بالښت نه غواړي، چې زړه مئین شي ښایست نه غواړي.

ـ زه دې پېرۍ نه منم، ته راته مریدان نیسې.

ـ چې غل نه تښتي، مل دې وتښتي.

ـ چې کوچنۍ وي پر پښو ځي، چې لوی شي پر اوږو ځي.

ـ چې لږ خوري هغه تل خوري، چې ډېر خوري هغه ګنډېر خوري.

 

وروستي مطالب