متقي: ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي

ډېر ژر به ګڼ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د متقي په خبره ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.

هغه ویلي چې د افغانستان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ا،ا د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د خپلې رسمي ټویټر پاڼې له لارې خبر ورکړی او ویلي دي چې، متحده عرب اماراتو کابل کې خپل سفارت له سره پرانیستی او سفارت کې یې ملي بیرغ بیرته پورته کړی دی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله