متقي: د دوحې وروستي مذاکرات به مثبتې پایلې ولري

د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپايي ټولنې او قطري لوري سره ګټورې خبرې لرلې دي.

دده په وینا په دې لیدنو کې د اروپايي ټولنې اندېښنو ته ځواب ویل شوی او دغه هېواد ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې له سره پيلوي.

متقي دغه راز وایي چې په لیدنو کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادي مرستې او د بشردوستانه مرستو دوام د بحث موضوعات وو. نوموړی دغه لیدنې ګټورې بولي او په خبره یې ښې پایلې به ولري.

متقي دغه راز وایي چې دوی له نړۍ سره خبرو او تعامل ته ادامه ورکوي او دا به ددې سبب شي چې د نړیوالو اندېښنې رفع شي او له افغانستان سره د دوی مرستې دوام ولری.

په ورته وخت کې د طا لبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي که په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي دلته به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.

شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او له نړیوالو سره له ښو اړیکو برخمن وي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله