سپورټ کرکټ وزش او تمرین

متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې سفر او لوبې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ ملې لوبډلې پرون د سې شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر ورکړ، تر څو د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې.

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک‌ پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې ملې لوبغاړو د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لیګ په درشل کې د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسراوي په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري ولاړل.

یادي خبرپاڼې کې ویل شوي، چې افغان کرکټ ملې لوبډله به یادې درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ لسیزه کې ترسره کړې.

د ایرلینډ په وړاندې افغان کرکټ بورډ خپله ۱۶ کسیزه لوبډله تېره اونۍ اعلان کړه، چې په دې ډول ده.

اصغر افغان لوبډلمشر او په لوبډله کې رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ