ما لکه هندوه، په اووه ځلي جنمونو (زېږېدو) کې چې ژوند کړی وي

کله مې چې لومړنۍ دنده واخیسته، زده کوونکې وم.
رییس مې اوس هم چې کله چېرته راسره مخ شي یا زما ذکر څوک وکړي؛ له ځانه سره مسک شي، د مسکا په علت یې پوهېږم، ځکه تل یې درېیم ګړي ته زما په لیدو داسې بیان کړی؛

مِهر چې کله زموږ دفتر ته راغله، سم دم الک و الک:
مخ یې نه پټوه، ساده ټیکری به یې په سر او د هلکانو بوټونه به یې په پښو کول.
د نجونو او هلکانو د کار توپیر نه ورته کیده، هر څه پسې به خپله پورته کېدله او “نه یې شم، زما کار نه دی او ما پورې اړه نلري ” یې زده نه و.
سم الک و الک…

ما به هم په خپل معصومیت یا د ټولنې له څو مخۍ و څو فکرۍ نه په نادان و سرشاره ژوند کولو وخندل.

موږ په هغو کلیو کې چې ماشومانو ته ښوونځي لېري ول ښوونځي ته د چمتووالي ټولګي درلودل.
هره اوونۍ به مو درسي مواد ورانتقالول، چې د درسي موادو په ورځ به مو په مرکزې دفتر کې سټاف میټینګ هم درلوده.

د رییس تر مسکا؛ یوه ورځ ټولو استادانو ته مواد تسلیم شو، څوک چوکیدار نه و چې له بهره رکشا دنننه دفتر ته راننباسي، نجونو باندې ماښام کېده، ما ویل څه ته ګورئ، د تلو تصمیم نه لرئ؟
ویل ته څه کوې د دې موادو سره او د رکشا غم؟
– نو تاسي د دې غم په ویر ولاړې یاست؟
ـ هو نو!
دستي بیرون ووتلم، عمومي سړک ته لاړم، په کتار څلور رکشاوو ته مې د دفتر ادرس ورکړ مال دلته راځئ، دروازه مې ورته خپله خلاصه کړه.
بیا نو بل غم و، د نازکو نجونو او ښایسته کالیو خیرنېدو او سټایل خرابېدو وېره وه؛ چا به بنډل کتابچې، تباشیر و سلیټونه وغیره رکشا ته پورته کړئ وای؟
ولګېدم؛ څلور واړو رکشاو ته مې د هرې یوې مواد پورته کړل، نجونو خندل او هم حیرانې وې.

ـ په خپله ساحه کې ساحوي مسووله شوم، ساحوي شعبې ته په ورتګ، شعبه کې چې له ما مخکې څوک اوسیده لکه د بې سلیقې هلکانو د لیلیې حالت داسې شعبه وه؛
دروازه مې په ځان پسې بنده کړه ټیکری مې له ملا وتړه، په ځمکه ټول ګډ وډ وسایل، دوسیې و مواد مې الماریو کې ځای پر ځای او پورته کړل، په میز پورته شوم، چت پکه او د دیوالونو مې د غڼو جالونه پاک کړل. تشناب و کمود مې ومینځل، شعبه مې کونج پر کونج جارو و منظم کړه.
سبا مې ځینې د ګلانو ګلدانۍ، څو د شعرونو او یو څو نور د خپل ذوق کتابونه او څه نور وسایل ورسره له کوره راوړل.
شعبه کې مې په منظم ډول کېښودل، سپری مې پکې وکړه.
صفا کار بابا رانه هم قربانېده او هم راته حیران و.

همکارانو مې په اشارو یو و بل ته ویل، چې منټله ده.
ـ منټله به خود وم، یو کس چپړاسي مو درلوده: سم الراونډر و؛ هم یې اشپزې کوله، هم د ورځې شپیته کرته لس کسانو اډر پسې بازار ته وته، هم ګیټ خلاصولو او بندولو پسې منډې وهه او هم جارو و صفایي کوه.
زه یا منټله، یا زړه تنګې او یا هم زړه خوږې وم.
که به موټر کې وم، له موټره به بهر ښکته شوم ګیټ به مې پخپله ورته خلاص او موټر به داخل شو، که به وتلم، بیا به مې هم عین عمل اجرا کولو، مال بابا به خدازده چېرته او په څه مصروف وي، باید ناوخته نشي او نه هغه په تکلیف شي.
که له بهره به مې څه پکار و، پخپله به پسې وتلم، ډېر کله خو به زموږ نارینه وو همکارانو هم راپسې زنګ راوواهه چې اې که دفتر ته راځي نو موږ ته خو فلانی شی درسره راوړه.

کله به چې په شنو سیمو کې سروې کې وم، لکه د فلم جینۍ د قدم و مزل دواړو به مې خوند اخیسته.

بله ورځ رییس کېنولم: ویل دا افغانستان دی!
دلته هر څوک ستا په څېر مهربان و معصوم نه دی!
دلته چې خلک درته په کوم نظر ګوري او ته ورته د څه فکر کوي هغسې نه ده!
تاته مجبور ځینې قیدونه کېږدم!!:
دا کرمچ مېرمچ بوټان سر له سبا مه په پښو کوه، راحت بوټان پښو کړه خو د نجونو پښو کوه!
خپل “ټي او ار ” دې وګوره، پرته له خپله کاره د هر چا کار او هر څه پسې منډې مه وهه.
حجاب ښه دی، دا چې ساحو کې اکثریت وخت یواځې یې، چون ” #چادري” دلته فرهنګ دی، نو کول یې درته غوره ګڼم!

خلاصه لږ لږ درس یې هره ورځ… کله مستقیم او کله هم نامستقیم راکاوه تر څو ښځه راڅخه جوړه کړي، البته د ټولنې په معیار او د نارینو په اصولو برابره ښځه.

ـ « چادري زما او زه د چادري سره دومره وتړل شوم، چې بیا به د تور حجاب په کولو راته ځان بربنډ اېسېده، تر نننه مې لېرې نه کړه.»

ـ لوړې زده کړې مې په دینې علومو کې وکړي، حقوق، اداره مې هم ولوستل .. عین وخت کې مې دوه پوهنتونونه تعقیبول، د ښوونځي اخرني کلونو کې مې اداره و حقوق چون شخصي و وویل، ننګرهار پوهنتون ته د کانکور له لیارې په لوړو نمرو دوېیم انتخاب “شرعیاتو ” ته کامیاب شوم، خو د کانکور تر نتیجې مې صبر ونشو کولای، دارالمعلمین مې شروع کړ، تر کامیابېدو وروسته مې یو هم پرې نه ښوده، دواړه مې تعقیب کړل، عین وخت کې دوه ځایه دولتي پوهنتونونو ته رسیده ګي اسانه نه وه، چون امتحانونه او هر څه یې یو ځای و، یوازې وختونه یې جلا ول (سهار و ماسپښین)
د الله په فضل و کرم د دواړو څخه د کدر په نمره فارغه شوم.
«ما تفریح نه پېژندله، زما رخصتي و چکر وهل نه و زده، ما د بېکارۍ وخت څرنګه وي، نه و تجربه کړی.»
دوه او درې وخته درسونه مې وویل، د وکالت جواز ته په لوړه نمره کامیاب و له ستاژه په کدر فارغه هم شوم، وکیله شوم، خو وکالت مې دوام ونه کړ. (سقوط شو)

ـ اوس نو په پوره مانا یوه ښځه (نجلۍ) شوې یم، هغه هم لکه یوه ساده و کلیواله نجلۍ… ځکه ما د ټولنې سره سمون او ځان عیارول زده کړي دي، ما د خلکو نظرونه لوستل او تقاضاوو باندې پوهېدل زده کړل، ما خاطر زده کړ، ما شر و شور نه جوړول زده کړل. ما سترګې ټیټول او خبرې زغمل زده کړل.
«تر ټولو مهمه ما اسلام مطالعه کړ!!»
یو څه دینې زده کړه، یو څه عنعنوي زده کړه، څه عصري او تر ډېره ټولنیزه تربیه پاله شومه…
ما په لوړ غږ خبرې کول او د غاښونو په ښکاره کولو خندا هېره کړله، ما د جامو شوخ رنګونو انتخاب په کم رنګۍ بدل کړ، تېز رنګونه مې دښمنان او سست رنګونه مې ملګري کړل..
زما نه یادېږي، چې ما اخري ځل کله او کوم عطر (خوشبو) کارولي ده.
ما اسلام د چا لپاره نه د ځان لپاره او په ځان منلی او عملي کړی دی.
هغه چې په هر څه پوهېدم او هر کاره وم، ما زده کړل، چې کوم وخت کې کوم کار وکړم، هغه جرئت مې اوس بې نزاکتي ګڼله، چې هر کار ته مې لاس اچوه، د هغه وخت مناسب ښکارېدل اوس راته نامناسب ښکاري.

دا بدلوون یوازې زما په بهر نه بلکې زما د کور دنننه هم راسره مل شو.
ما ناز زده کړ، ما د نجونو ښځینه، نخرې و پیښې زده کړي.
ما کار نه کول او بهانې زده کړي، دومره چې اوس په هېڅ کار نه پوهېږم؛ نشم کولای، خراب به شي، بده پایله ونه لري، څوک خفه نشي، خلک به څه وایې، زړه کې به څه ور وګرځي، څه فکر به کوي، دا به سم وي که غلط… دا او دېته ورته ډېر څه مې زده کړل، چې په پایله کې؛ زه په یوې نازولې، هر کار نشم کولی نجلۍ … او تل وایم نه پوهېږم نجلۍ باندې بدله شوم…

ـ د امارت په راتګ سره مې ترافیکي پېښه وکړه، همدا چادري مې په مري کې زندۍ او اسماني رنګ یې په سرو وینو سور شو، چې په سترګو مې رڼا شوه، دستکول مې یو نارینه لاس کې نیولی خو په دستکول کې مې موبایل نه وو، ، حتی دومره کلکه فرهنګ و اسلامپاله وم، چې زه په زخمونو او دا چې موټر راباندې پیکوړه شوی او زه پکې ایساره وم، په هغې حالت نه وم، ما ویل خبردار ماته راوړاندې نشئ، موبایل راکړئ هېله کوم. کور ته مې پخپله زنګ وواهه چې پېښه مې کړئ او د خوځېدو نه یم وروڼو مې زر ځان را ورساوه. مور او ورسره مې وروڼه راغلل هله یې بیا زه له موټره باسلی او تر روغتون رسولی یم.

«خو ما د دې اجازه ور نه کړه چې څوک دې زما چادري راڅخه پورته یا هم پردی نامحرم لاس راوړي!! »

ما د ژوند نه بلکې د ژوندیو انسانانو سره تعامل زده کړ،
خو ما ژوند کول زده نه کړل…

نو اې وړو وړو خدایانو! نور تهذیب و مسلماني څرنګه وي؟!!

« ما لکه هندوه، په اووه ځلي جنمونو (زېږېدو) کې چې ژوند کړی وي.»