سپورټ نړیوال کرکټ

مایک هېسن د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې روزونکی وټاکل شو

ليکنه: صابر حميدي

مایک هېسن چې د نیوزیلېنډ پخوانی لوبغاړی دی، تېرو ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونوکې د پنجاب لوبډلې مشر روزونکی و، هغه کابو یوه میاشت مخکې له خپلې دندې لرې کړل شو او د هندوستان ملي لوبډلې مشر روزونکي مقام ته یې نوم لیکنه وکړه؛ خو هلته ریوي شستري بېرته د هندۍ لوبډلې کوچ وټاکل شو؛ نو مایک هېسن هم په دې هڅه کې شو، چې ځان بې دندې پرېنږدي او د ویرات کولي د لوبډلې غړی شي.

نیوزیلېنډی هېسن د لوبډلې ډایکرېکټر او اسټرالیایي پخوانی توپ وهونکی سېمون کاټېچ د آر سي بي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.

رویال چلېنجرز بنګلور لوبډله چې د ویرات کولي تر لوبډلمشرۍ لاندې یې هر کال په آې پي ایل کې ګډون کړی، په ۲۰۱۹ م کال سیالیو کې سمه ونه ځلېده؛ همدا علت دی پخوانی مشر روزونکی،

ګېري کېرسټن یې له روزنې لرې کړ او پر ځای کاټېچ نوی روزونکی وټاکل شو.

اشیش نِهرا چې د توپ وهنې روزونکی و، ویل کېږي چې هغه هم له دغه مقامه لرې کړل شوی دی.

هېسن مخکې له پنجاب لوبډلې سره په رهبرۍ برخه کې دنده مخته وړله او کاټېچ بیا له کلکتې لوبډلې سره روزونکی و، دواړه ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل کې د آر سي بي لوبډلې ملګري شول.

د بنګلور لوبډلې مشر یا چېئرمېن سنجیف چوري والا ویلي « مونږ د ټیم ټولو غړو ته احترام لرو، د دوی تجربو او سختې هڅې ستایو او د نوو تجربو پر بنسټ به مخته ځو».

د لوبډلې رهبریت ویلي چې اشیش نِهرا او کېرسټین لوبډلې ته ډېر ښه لوبغاړي ور لېږلي دي او تېرو دوو پړاوونوکې لوبډله ښه وه.

د آې پي ایل په څو پړاوونوکې د آر سي بي لوبډلې د نړۍ خورا ښه لوبغاړي اخېستي دي، خپله ــــ

ویرات کولي، افریقایي ای بي ډیویلیرس، مېچل سټارک، په ځېنو پړاوونوکې ورسره کرېس ګېل هم ملتیا کړې ده؛ خو د نړۍ د غوره لوبغاړو سربېره دا لوبډله نه ده توانېدلې، چې د آې پي ایل اتلولي د یو ځل لپاره هم وګټي.

سږ کال دا لوبډله هڅه کوي، چې لا پیاوړي لوبغاړي په خپله لوبډله کې ورځای کړي، که چېري افغان لوبغاړي وپېرل شي او حضرت الله ځاځی له دې لوبډلې سره یو ځای شي؛ نو ښايي سټارټ یا پیل یې په توپ وهنه کې توپاني شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.