مالیې وزارت د ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو د لوړولو خبر ورکړی

مالیې وزارت ویلي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو په معاشونو کې پام وړ زیاتوالی راشي.

د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده تېره شپه ناوخته په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو زیاتوالې لپاره به د ولسمشر، د هغه مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشات، مصارف او دغه راز شمېر هم راکم کړل شي.

د یادونې ده چې ولسي جرګې تر دا مهاله د ۱۴۰۰ مال کال بودجې طرحه د دې او ځینو نورو دلایلو له امله دوه ځلې رد کړې ده.

مالیې وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ولسي جرګې د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو لوړولو پر غوښتنه ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې څو پورې د ټیټ پوړو مامورینو معاشونه لوړ شوي نه وي د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه نه تصویبوي.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو ویل چې د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي.

دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړې وه.

نوموړي زیاته کړې وه، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصويب کړي، فشارونه یې وارد کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی و، تر هغه چې د ښوونکو معاشونه لوړ شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي.

خو د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده ویلي وه، که بودجه تصويب نه شي، نو بې‌ وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.

ولسي جرګې د نوي مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو د معاشونو پر لوړوالي ټينګار کوه خو د دې جرګې ځینو وکیلانو ویل چې حکومت د دوی له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

دې جرګې زیاته کړې وه چې د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوي خو د ښوونکو د معاشونو لوړوالي برخه کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

دوی همدا راز ویل چې حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ