اپریل 20, 2021

ماشومان ولې له ښوونځي او زده کړو سره مینه نه لري؟

افغان ماشومان تر ډېره له ښوونځي او زده کړو سره مینه نه لري او له ښوونځي څخه ویریږي، دا چې دوی ولې له زده کړو سره مینه نه لري او له ښوونځي څخه ویره لري؛ د دې لاملونه څه دي او څه باید وکړو چې دا ستونزه له منځه ولاړه شي او د ماشومانو په زړه کې له درس او ښوونځي سره مینه پیدا شي؟

دې ته به مو پام کړی وي، چې زموږ ماشومان له درس او ښوونځي سره هېڅ علاقه نه لري او ډېری ماشومان په جبر سره ښوونځيو ته استول کېږي، د دوی د بې علاقې توب ځینې لاملونه دا دي:

هغه ستونزه چې موږ له پخوا نه تر اوسه ورسره لاس او ګریوان یو، هغه دا ده، چې په ښوونځیو کې ماشومان وهل کېږي او د دې تر څنګ ذهني شکنجه هم ورکول کېږي.

دا د ماشومانو له پاره یو ذهنیت ګرځېدلی، چې که ښوونځي ته ولاړه هلته به یې ښوونکې یا ښوونکی وهي او ورته غوسه کېږي به که اوس په ځینو ښوونځیو کې ماشومان وهل کېږي هم نه خو د ماشومانو له پاره دا یو ذهنیت ګرځېدلی، چې ښوونځي یا مسجد داسې یوه فضا ده، چې هلته به وهل درکول کېږي او درته به غوسه کېږي.

له بلې خوا دوی ته توجه هم نه کېږي یعنې نه څوک سم درس ورکوي، نه د درس ارزښت ورته ویل کېږي او نه هم د دوی پوښتنو ته ځواب ویل کېږي.

بله ستونزه دا ده، چې موږ خپلو ماشومانو ته له ماشومتوبه د درس او کتاب په اړه څه نه یي ویلي د هغه په ذهن کې یوازې لوبو او ساعتېرۍ ځای نیولی وي او ټوله علاقه یې له خپلو لوبو سره وي، کله چې ماشوم په اووه یا شپږ کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ شي، هلته ماشوم ته د لوبو موقع نه وي برابره له بل له خپلې کورنۍ څخه هم لیرې شي، په دې وخت کې که ښوونکي هم ده ته وهل ورکړي، نو واضیح خبره ده چې ماشوم له درس او ښوونځي څخه زړه توری کېږي او ښوونځی او درس ورته یو بند او ستړې کوونکې فضا ښکاري.

د دې ستونزې د حل له پاره باید ماشوم له ماشومتوبه د لوبو د وسایلو تر څنګ له کتاب او قلم سره هم اشنا کړو او دوی ته د کتاب ارزښت ور وښیو، که دې ته متوجه شوي یاست ماشومان هسې هم په فطری ډول کتاب، قلم او کتابچه خوښوي، خو هغوی یې د لوبو له پاره خوښوي، چې لوبې پرې وکړي، که هره کورنۍ خپل ماشوم ته د کتاب، قلم او کتابچې کارونه ور وښیي زه باور لرم، چې هر ماشوم به بیا په ډېرې مینې سره درس لولي او ښوونځي ته به ځي.

د دې تر څنګ ښوونکي هم باید دې ته متوجه اوسي، چې په هېڅ صورت کې ماشومه ته شکنجه ور نه کړي، ځکه په دې سره ماشومان له درس څخه زړه توري کېږي او له بلې خوا په دې کار سره د ماشوم ذهنیت خرابېږي له همدې ځایه ظلم او دیکتاتوري زده کوي، چې دا له ښوونې او روزنې سره یوه لویه جفا ده.

د دې له پاره چې ماشومان مو له زده کړو سره مینه ولري، اړینه ده، چې له ماشومتوبه دوی ته قلم، کتابچه او کتاب هم واخیستل شي او له کتاب لوستلو او لیکلو سره روږدی شي، تر څو په راتلونکي کې په شوق او علاقې سره خپل درسونه ولولي.

وروستي مطالب