لیونل میسي یو ځلي بیا بارسلونا بریا ته ورسوله!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د شلمي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا او ګراناډا فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي بارسلونا ۱ ګول پر ۰ ګراناډا ته ماته ورکړه.
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره سوه.

په یاده لوبه کي د نړۍ تکړه لوبغاړي لیونل میسي د لوبي په ۷۶یمه دقیقه کي د لوبي یوازینۍ ګولوهنه ترسره کړه او یو ځلي بیا ئې په یوازي سر بارسلونا بریا ته ورسوله.

لیونل میسي ډېر کله خپل اسپانوي کلب بارسلونا ته ګولوهني کړي او په مټ ئې خپله لوبډله بریا ته رسولې.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ د ۳۴ ـ ۳۴ نمرو په درلودلو سره لومړی او دوهم ځای لري، خو اتلاتیک ماډریډ بیا د ۳۵ نمرو په درلودلو سره د جدول په درېیم ځای کي دئ.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ