اپریل 19, 2021

لیونل میسي په ۱۰۰ نړیوالو لوبغاړو کي لومړی راغلی

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي دا ځلي مارکا هم د ۲۰۱۹م کال تر ټولو غوه لوبغاړی اعلان کړ.
لیونل میسي، چي ۲۰۱۹م کال خورا په بریالیتوب سره پای ته ورساوه د نورو بنسټونو ترڅنګ مارکا د ورزش په نړۍ کي یوې لویي ورځپاڼي هم لیونل میسي د تېر کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکه.

د کال د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه مارکا ورځپاڼي د ورزش د ټولو تکړه مبصرینو څخه رايي واخیستې، چي لیونل میسي د ۵۹ سلني رایو په خپلولو سره په لومړي ځای کي راغلی.
مارکا ۱۰۰ لوبغاړي ټاکلي وه، چي د فوټبال د مبصرینو رایي پر واخلي، خو لیونل میسي تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان سو.

لیونل میسي تېره اونۍ کي د ورلډ ساکر لخوا هم د کال غوره لوبغاړی ټاکل سوی.
د نړۍ دې وتلي فوټبالر په تېر کال کي شپږم د سروزرو توپ او شپږم د سرو زرو بوټ ترڅنګ ګڼي نوري جایزې هم ترلاسه کړې.

د مارکا له لوري د تېر ۲۰۱۹م کال لس تر ټولو غوره لوبغاړي:
۱ـ لیونل میسي ۵۹٪
۲ـ کریم بنزما   ۱۰٪
۳ـ ویرجیل ون ډایک ۸٪
۴ـ فن ډایک ۸٪
۵ ـ کریسټیانو رونالډو ۷٪
۶ـ سعدیو ماني ۴٪
۷ـ فرمي ډي جونګ ۲٪
۸ ـ محمد صلاح ۲٪
۹ـ رحیم سټرلینګ ۱٪
۱۰ ـ آلیسون بکر ۱٪