لیونل میسي د اروپا تر ۸۶ نوموتو لوبډلو غوره دئ!

د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړی لیونل میسي د ګولوهني په یوې برخه کي د اروپا په پنځو بیلابیلو لیګونو کي تر ۸۶ تکړه او نوموتو لوبډلو غوره دئ.
د آ اس ورځپاڼي د راپور له مخي لیونل میسي په ریکارډ جوړولو کي نه دریږي، بلکي هر پړاو د خپلو ښو کړنو او کارګردګیو له امله نړیوالو ته ورښيي، چي هغه اوس هم یو ښه لوبغاړی دئ.

د کرونا ویروس له امله اوس د فوټبال ټول لیګونه درېدلي او د فوټبال دا پړاو هم اوس په ټپه ولاړ دئ.
لیونل میسي د لالیګا لیګ په سږني پړاو کي تر دې دمه ۱۹ ګولونه ترسره کړي او د هغه ترڅنګ ئې بیا ۱۲ د ګول پاسونه نورو لوبغاړو ته ورکړي او په دې سره د لالیګا لیګ د ګولوهونکو او د ګول پاس ورکونکو لوبغاړو په لومړي ځای کي شتون لري.

میسي د لالیګا لیګ په یادو ترسره کړو ۱۹ ګولونو کي ۸ ګولوهني د ګول له دروازې څخه له لیري واټنه(لويي ریا) ترسره کړي دي، چي دا کار د اروپا په ۵ لیګونو کي ۸۶ لوبډلو ندی ترسره کړی.
په دې لوبډلو کي چلسي لوبډلي ۷ ګولونه، منچسټر یونایټیډ ۷ ګولونه، لیورپول ۶ ګولونه، ریال ماډریډ ۶ ګولونه، تاتنهام ۵ ګولونه، یوونټوس ۵ ګولونه، پاستژرمېن ۴ ګولونه، اتلاتیک ماډریډ ۳ ګولونه او آرسنال هم ۳ ګولونه تر دې دمه په دې پړاو کي له ګول څخه له لیري واټنه یا د لویي ریا څخه ترسره کړي.
خو لیونل میسي بیا د لويي ریا څخه ۸ ځلي په دې پړاو کي ګولونه لګولي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ