لیام لېوېنګسټن په پاکستان ریکارډ جوړ کړ

 

د انګلستان ځوان توپوهونکي لېام لېوېنګسټن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان لپاره ریکارډ جوړ کړ.

پاکستان، انګلستان ته د ۶ وېکټو په نقصان سره د د بابراعظم د ۸۵ منډو، د محمد رضوان د ۶۳ منډو، د فخرزمان د ۲۶ منډو د محمدحفیظ د ۲۴ منډو په مرسته ۲۳۳ منډې هدف ورکړ.

انګلستان د هدف د چېس برخه کې د ډېوېډملن او جوني بېرسټو د ژر اوټېدلو سره له ستونزو سره مخ شو؛ خو لیام لېوېنګسټن په خپلې چټکې لوبې سره د لوبې اړخ بدل کړ او پاکستانیان یې سخت وارخطا کړل.

هغه شاداب خان او حارث رووف سخت وټکول، نوموړي لومړی په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ثبت کړه، چې د انګلستان په تاریخ کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه وه؛ خو هغه په دې هم بسنه ونه کړه او د چټکې سلیزې بنسټ اېښودلو لپاره تلاش وکړ.

هغه دا ځل د خپل بل انګلستاني ډېوېډ ملن ریکارډ هم مات کړ او ځان یې د چټکو سلیزو وهونکو لوبغاړو په ریکارډ کې ثبت کړ.

لېوېنګسټن په ۴۲ توپونو د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ منډې وکړې او په دري څلوېښتم توپ کېچ شو.

پاکستان لوبه په ۳۱ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی شاهین افریدی شو.

د پاکستان لپاره درې وېکټې شاداب خان او درې وېکټې شاهین افریدي واخیستې او په دې ډول انګلستان په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونو کې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.

د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې دا د شل اوریزو لوبو چټکه نیمه سلیزه شوه، له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کې ډېوېډملن په نیوزیلېنډ کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په ۴۸ توپونو سلیزه وهلې او اوس ترې لیام لېوېنګسټن مخکې شو.

د پاکستان لپاره ریکارډ دا و، چې د لومړي ځل لپاره یې د شل اوریزو لوبو ستر هدف ۲۳۳ وړاندې کړ.

دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه سبا د یکشنبې په مازیګر شپږ بجې پیلوي.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ