Advertisements
سیاست

لکه ویشتلې مرغۍ… د نعمان دوست لیکنه

لیکنه: نعمان دوست

د یوې قومي ناستې یاداشت

په چاردیوالي کې تجیر لګیدلی و. لاندې ترې مشران او ځوانان را غونډ وو. دوی ټول د قوم له تیت پرکوالي ځوریدل او د دوی ټولو خواست دا و چې دا تیت او پرک قوم پر یوه دسترخوان راټول شي. په ګډه د خپلو رنځونو درملنه وکړي او له مسلسل درد څخه نور سکون تر لاسه کړي.

ګډونوال، هر ویناوال ته غوږ غوږ وو او د خپلو ناپایه دردونو د نسخې تجویز ته په تمه وو.

خلک ډیر و. خپل کلیوال او خپلوان مې هم پکې وو. داسې چې آن له څلورو کلونو راهیسې مې نه و لیدلي. کلیوال مړاوي وو. د کلیوالو په سترګو کې فقر، ویرې او د ویروونکي مستقبل خیالونو موجونه وهل.

سترګې مې پر یوه کلیوال ولګیدې. له ټولو غلی او ارام ناست و. هیڅ باور مې نه کیده. یو وخت داسې و چې هغه به له کوره ووت دومره په زوره به غږیده او داسې په لوړ اواز به یې له هر چا سره ټوکې ټکالې کولې چې موږ به په کورونو کې اوریدې. خو نن؛ لکه خوله کې یې چې چا یوه لپه رانجه خالي کړي وي. خپ ناست و. هر یوه ته یې کتلې. لکه خپلې ورکې پسې چې سرګردانه وي. لکه د خپلې ورکې خیال چې یې رګونه زبیښي.

د دې سړي عجیب برخلیک دی. ځواني یې د فقر له کبله په ایران کې اوبه کړه. مور یې د لیدلو ارمانجنه وه؛ خو د یواځني زوی ارمان یې ځان سره ګور ته ویوړ.

سړي په تیر عمر واده وکړ، خو د اولاد خوند یې ونه لید. بل واده یې وکړ. خدای زوی ورکړ. زوی نوی زلمی شو. پلار ورته په تمه و چې په تیر عمر کې به یې د لاس لکړه شي. د جګیدو په وخت کې به لاس ورکوي او کړوپه ملا به یې نیغیږي. له ده وروسته به د انګړ ور د ده په نوم پرانیستی وي او…

خو، داسې ونشول. دلته جګړه ده. دلته هره لحظه ارمانونه قتلیږي. دلته واحد ولس په څو نومونو ویشل شوی او یو د بل وینو پسې تږی ګرځي. د هغه وینې هم کوم یوه په سر واړولې او خپله تنده یې خړوب کړه.

زموږ دا کلیوال سپین ږیری د تګ په وخت کې له نورو جلا و. غلی ولاړ و. هغه لکه ویشتلې مرغۍ له سېله لرې پاتې شوی و. له لرې مې ورکتل او دا ټپه مې په شونډو خوره وه:
که دیدن کړې تلوار را وکه
لکه ویشتلې مرغۍ بېله ناسته یمه

دلته جنګ ده. جنګ اوږد شو. جنګ کې زوی د پلار داغ پر زړه ګرځوي او پلار د زوی. نور په زړونو کې بې داغه ځای نه دی پاتې.
زما حیران او غمزده کلیواله،
ته یوازې نه یې. ډیر پلرونه لکه تا غوندې په تېر عمر کې جګړې بې لکړې کړل. د ډيرو د امیدونو څلي یې ونړول. د ډيرو ارمانونه یې تورې خاورې کړل او…

ربه!
زموږ خلک نور د غمونو تاب نلري. نور د خپلو اولادونو د خښوولو شیمه نه لري. نور یې په زړونو کې د داغ لپاره ځای نه دی پاتې …

جګړې!


بس نه دی؟ اوس خو مو آن کورونه هدیره شول، خپل نور مړي چیرته ښخ کړو؟

محمد نعمان دوست
د ثور ۱۵مه، ۱۳۹۷

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.