ليکوال ته!

هېڅکله هغه څه مه ليکه، چې نغواړې نور يې ولولي.

د انسان فطرت داسې جوړ دى چې تل غواړي نور د دوى په ليکلو شاباسی ووايي، او دا احساس ورکړي، چې ښه ليکنه يې کړې او ښه موضوغ يې انتخاب کړې ده.
دا سمه ده چې ليکوال به تل هڅه کوي ښه موضوعات انتخاب کړي او نور ته يې په اړه سپارښتنې وکړي، خو کله نا کله داسې هم پېښږي چې خپله ليکوال نه غواړي هغه څه، چې يې ليکلي نور يې ولولي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې دا ډول احساس پيدا کوو، چې خپل ليکل مو په نورو نه پيرزو کېږي؟
د څېړوونکو له انده دا ډول کسان په ژوند کې د شک او ترديد ترمنځ واقع دي، او د ژوند ناخوالو پرې دومره اغېز ښندلى، چې په خپل لاس ليکل يې هم نه وي خوښ او نه غواړي نور يې ولولي.
دا ډول کسانو ته اړينه ده، چې دوى د ارواهپوه سره مشوره وکړي، او خپل روان ته ښه والى ور وبښي.
که دا ستونزه حل نشي نو ممکن د وخت په تېرېدو سره زموږ د ليکلو خوند پيکه او له يو لړ مخالفتونو سره مخ شو.
که مو خپل روح او روان ښه وساته او د ټولنې د دود او کلتور سره سم خپلو ليکنو ته مو دوام ورکړ، نو دا به زموږ د ټولنې د ژبې (ليکلو قلم) لا پياوړى کړي او بريا په مو په برخه شي.