لویډ اسټين: د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن دی

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی.

اسټین د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا امریکا افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به ډېر ستونزمن وي.

نوموړي وویل چې اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې طالبانو وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې دي او داسې فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي.

ورځپاڼه وایي، د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان به یوازې پاتې کېږي.

د ورځپاڼې په خبره، د امریکا ولسمشر جو بایډن او اداره یې هیڅکله نه غواړي چې طالبان بیا واک ته ورسېږي او یا لږ تر لږه ښارونه د دغې ډلې لاس ته ولوېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، امریکایي چارواکي اوسمهال په بحثونو بوخت دي، دوی پر دې کار کوي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یا پوځي الوتکې پرېږدي او یا هم ورته بدیله لار ولټوي.

وروستي مطالب