اپریل 13, 2021

لونګ د خوشبويي تر څنګ ښه درمل هم دي

Advertisements

لیکنه: مریم محمدي
لونګ موږ او تاسې ټول یې پیژنو، هغه دانه ده چې تور رنګه یا قهوه‎ یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته clove وايي. مګر موږ د هغې په ګټو نه پوهیږو. په پخوا زمانه کې د خوړو خوشبوي او په ځانګړې توګه په وريجو کې کارول کیده، مګر اوس ډاکټرانو د مختلفو ناروغیو لپاره لپاره لونګ وړاندیز کوي، راځئ په دې پوه شو چې لونګ کومو ناروغیو لپاره اغېزمن دی:
۱- د ښاغونو درد لپاره
کله چې ستاسو غاښونه درد کوي، تاسو کولی شئ یو دانه لونګ په هماغه غاښ کې کیږدئ، له څو دقیقو وروسته به یې له درده خلاص شئ.
۲- انرژي لرونکی دی
هغه کسان چې پوره انرژي نلري کولی شي د لونګو اوبو نه اسفتاده وکړي.
۳ – د ميکروبونو ضد دی
لونګ باکتریا  ضد دی او که په خوړو کې ترې کار واخیستل شي، دا مرسته درسره کولای شي چې ستاسو پوستکی له مکروبونو خوندي وساتي.
۴ – معده ښه کوي
هغه خلک چې د معدې تکلیف لري، د لونګ خوړل دې نه هیروي، ځکه دا ستاسو د معدې لپاره غوره خواړه دي چې هاضم او د معدې زخم ښه کولو ته هم ګټه رسولی شي.
۵- د زړه ښه ساتونکی دی
لونګ په رګونو کې د وینې د ککړتیا مخنیوی کوي او د زړه د حملې مخه نیسي. لونګ ډېر نورو ګټو ترڅنګ ښه بوی لري چې ترې په خواړو، چای او عطرونو کې کار اخیستل کېږي.
د افغانستان په ډیرو سیمو خو په سویلي ولایتونو، لکه خوست، پکتیا او پکتیکا کې خلک لونګ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په ډیرو سیمو کې پېغلې او ناوې لونګو څخه ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي.
لکه په دې انځور کې چې ترې جوړ شوي؛

وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ