فبروري 27, 2021

له ۷۰۰ کلونو وروسته د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد لویه او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شوي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې په وینا د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده.
سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر څنګ د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله خوښي څرګنده کړه او کمال خان بند په اشارې یې وویل: “نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه.»
د اوبو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د دې پروژې د بشپړېدو له امله ولسمشر غني او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان اوبه به مهار کېږي.
د نوموړي ادارې د معلوماتو له مخې د کمال خان بند په نیمروز ولایت کې د هلمند پر سیند د برېښنا د تولید او ځمکو خړوبولو په موخه جوړ شوی دی چې ۱۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۶ کال کې ددې بند د درېیم فاز د بنسټ ډبره کېښوده.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د کمال خان بند د جوړولو چارې په ۱۳۴۵ لمریز کال پیل شوې، خو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله بشپړې نه شوې.
کمال خان بند په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي چې ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایولی شي.
که څه هم ایران وخت ناوخت په افغانستان کې د اوبو د بندونو پر جوړېدو اندېښنه ښيي، خو د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې له دغه هېواد سره د هلمند د سیند د تړون له مخې د اوبو په برخه کې ستونزې نه لري او د قانوني او نړیوالو اصولو له مخې د اوبو د مدیریت حق لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*