د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام وروستۍ کواټر پاینل لوبه نن جمعه افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د پاکستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانستان په ۶ ویکیټو د پاکستان څخه ماته وخوړه.
په دې ماتي سره پاکستان نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه، خو افغانستان بیا د نړیوال جام څخه مخه ښه وکړه او وئې نسو کړای، چي نیمه پایلوبي ته ووځي.
په یاده لوبه کي پچه افغان لوبډلي وګټله او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه.
افغان ۱۹ کلني لوبډلي د لوبي په ۴۹،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکی.
د افغان لوبډلي لپاره فرهان زاخېل ۴۰، عبدالرحمن ۳۰، رحمان الله خان ۲۹، عابد محمدي ۲۸ او محمد اسحاق بیا ۱۵ منډي جوړي کړې.
د پاکستان لپاره محمد عمیر خان درې او فهاد منیر دوې ویکیټي واخیستې، خو طاهر حسین، عباس افریدي، امیر علي او قاسم اکرم د افغانستان یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چي د پاکستان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د افغانستان له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۹،۱ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې افغانستان ته په ۶ ویکیټو کواټر پاینل لوبه کي ماته ورکړه.
د پاکستان لپاره محمد هریرا ۶۴، محمد هارس ۲۹، حیدر علي ۲۸، قسیم اکرم ۲۵، روهیل نزیر بیا ۲۲ منډي جوړي کړې.
د افغانستان لپاره دوې ویکیټي نور احمد واخیستلي او دوه نور لوبغاړي بیا رن اوټ سول.
اوس د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام نیمه پایلوبي ته هند، نیوزیلینډ، بنګله دېش او پاکستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلو لاره پیداکړه.
دا نړیوال جام د جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پيل سوی او د فیبروري میاشتي په ۹همه نېټه پای ته رسیږي.
جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله
د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي