له ویټامین اي(E) څه ډول ګټه واخلو؟

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې وېټامین اي(E )د روغتیا ترڅنګ زموږ د پوستکي ښکلا او سلامتیا کې خورا بنسټیز وېټامین دی. چې د فیټ سلیوبل او انټي اکسایدو ځانګړتیاوې درلودونکی دی. اود سرطان ګواښ څخه مخنیوی کوي.

که چېرته له وېټامین اي څخه په ګټه اخیسته کې ستونزه لرئ، او نه غواړۍ درنه توی شي، نو وېټامین اي(E) له نورو نرمونکو کریمو یا لوشن سره یوځای استعمال کړئ.
که چېرته ستاسو ستونزه دا وي، چې ویښتان مو ډېر تویېږي نو په لږه اندازه تېلو کې ویټامین اي واچوئ، او بیا یې پر ویښتانو ووهئ، نو ویښتان به مو بله بڼه غوره کړي چې ډېر نرم، ښکلي او ګڼ به شي.
په همدې ډول که چېرته تاسې لمر ته ډېر ګرځئ نو ممکن د پوستکي په سرطان اخته شئ، ځکه لمر د پوستکي لپاره تر ټولو ضرر لرونکی څیز ګڼل کېږي.

له وېټامین اي(E) څه ډول ګټه واخلو؟

تر هر څه دمخه که چېرته تاسې غواړۍ د خپل مخ او پوستکي لپاره له وېټامین اي څخه ګټه پورته کړئ نو له یوه ډاکټر سره مشوره وکړئ، تر څو ستاسو پوستکی وګوري، او لارښوونه وکړي. لومړی په لږه اندازه وېټامین اي پر پوستکي وهل کېږي، او ورته له څلورویشتو تر اته څلویښت ساعتونو پورې انتظار کېږي، که چېرته کوم جدي مشکل سره مخ نشئ، نو بیا کولی شئ چې د وېټامین اي خوړلو ته په ورځيني ډول د ضرورت په کچه دوام ورکړئ.
د وېټامین اي کپسول هم د ټابلېټ په بڼه خوړلی شئ، او هم یې د مخ، لاسونو او پښو پر پوستکي د ماساژ په ډول کارولی شئ.
که چېرته ستاسې اخیستېی وېټامین اي له ۴۰۰ ملي ګرامه څخه پورته وي، نو په ورځ کې یو کپسول وخورئ، او که چېرته ۲۵۰ ملي ګرامه وي نو تاسو کولی شئ د اړتیا په وخت کې د ورځې دوه کپسول هم وخورئ.

وروستي مطالب